1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش اوس لا ډیرو ښځو ته اړتيا لري

۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبه

په سوریې او عراق کې تر ماتې وروسته، اوس داعش هڅه کوي چې لا ډیرې ښځې خپلو لیکو ته جذبې کړي. له همدې کبله يوروپول خبرداری ورکوي چې د ښځينه ترهګرو شمېر ښايي لا ډېر زيات شي.

https://p.dw.com/p/3KVs8
IS - Salafistin - Symbolbild
انځور: picture-alliance/ImageBroker/T. Frey

تېر کال په اروپايي ټولنه کې د تروريستي سازمان «اسلامي دولت» يا داعش ۱۵ سلنه محکوم شوي غړي ښځې وې. دغه شمېر په زياتېدو دی. دغې نتيجې ته د اروپايي پوليسو اداره يوروپول رسېدلې ده. د يوروپول مديرې کاترين دې بول، په هاګ کې د پلټنو د پايلو په څرګندولو سره وويل چې «ښځې د داعش له پاره حياتي ارزښت لري، هم په جنګي سيمو او هم په لويديځ کې». د هغې په خبره داعش دا د ښځو «يو اخلاقي مسئوليت» ښيي چې په جهاد کې ونډه واخلي.
تر هغه وروسته چې داعش په سوریې او عراق کې ماتې وخوړه، اوس دغه ډله په مخ په ډیریدونکي ډول د ښځو د جذبولو هڅې کوي. د «دې بول» په خبره جنګيالۍ ښځې اوس د داعش له خوا آن لمانځل کيږي، په داسې حال کې چې د يوروپول د کارپوهانو په حواله د داعش ايديالوژۍ په اصل کې تغيير نه دی کړی. د دغې ایدیالوژي له مخې د ښځو اصلي وظيفه دا ده چې په کور کې د خپل مېړه ملاتړ وکړي، ماشومان وزېږوي او د داعش د نړۍ ليد له مخې يې وروزي. 

Geschäftsführende Direktorin von Europol Catherine De Bolle
د يوروپول مديره، کاترين دې بولانځور: Getty Images/K. v. Weel

د پلټنې اصلي موضوع د تروريستانو آنلاين تبليغات ول چې هدف يې د يو خلافت جوړول دي. کارپوهان دې نتيجې ته رسېدلي دي چې د دغه هدف له پاره ښځو ته هم ډېره اړتيا ده. دا ځکه چې ښځې بايد په راتلونکي کې نه يوازې د جهاد په برخه کې لا فعال نقش ولري، بلکې د رسنيو، روغتيايي خدماتو او ښوونې روزنې په برخو کې هم په کارونو بوختې شي. په دې ترتيب داعش له نورو اسلامپالو ډلو لکه په افغانستان کې له طالبانو يا د افريقا په لويديځ کې له بوکو حرام سره اساسي فرق لري. 
د دې دلايل چې ولې په تېره بيا غربي ښځې په جهاد کې برخه اخلي، په څېړنه کې په نظر کې نه دي نيول شوي. يوروپول په دې اړه هم نه غوښتل څه ووايي چې د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه له هغو ښځو سره څه ډول چلن کوي چې د جګړو له سيمو څخه بېرته خپلو هېوادونو ته ستنيږي. د يوروپول د مديرې کاترين دې بول، په خبره «بايد دغه موارد په جلا او انفرادي توګه وارزول شي.»
په ورته وخت کې دغه څېړنه د داعش په ارتباط ځينې افسانې هم تضعيفوي. داعشي ښځې له دې وروسته نور ادعا نه شي کولی چې له ترهګرۍ او د دغه سازمان له اهدافو څخه خبرې نه وې. برعکس: داعش د دغې څېړنې له مخې په خپلو تبليغاتو کې ډېر واضح او سخت پيغام خپروي او د داعش په خلافت کې د خلکو ژوند له ټولو ورځنيو مشکلاتو سره ښودل کيږي. د داعش د جنګياليو ښځې نور دا ادعا نه شي کولی چې يوازې په کور کې يې پخلی کاوه او ماشومان يې ساتل، بلکې له مسلمانو ښځو څخه د آنلاين جلب و جذب په چارو کې په مستقيم ډول غوښتل شوي دي چې هغوی بايد د جهاد په برخه کې انفرادي مسئوليت او ونډه هم ومني. د يوروپول د مديرې په خبره «د انعام په توګه ورته جنت ته د رسېدلو وعده ورکړل شوې ده».

Syrien Flüchtlingslager al-Hol
ښځې په يوه پنډغالي کې مرستو ته انتظار باسي. داعش په مارچ مياشت کې د سوريې په ختيځ کې ماتې خوړلې وه.انځور: picture-alliance/dpa/M. Alleruzzo


ns/ms (dpa, ap)/ns/ms