1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۱۹م کال د نړۍ د نفوس کلنی رپوټ

۱۳۹۸ فروردین ۲۲, پنجشنبه

مخ پر ودې هیوادونو کې تر ۲۰۰ میلیونه زیاتې ښځې د حمل د مخنیوي له پاره امکاناتو ته لاس رسی نه لري. د ملګرو ملتونو د نړۍ د نفوس د کلني رپوټ له مخې د جنسیتي برابرۍ نشتوالی په نړیواله کچه د نفوس د ډیریدو سبب شوی دی.

https://p.dw.com/p/3Gbim
Symbolbild Afrika Schwanger
انځور: imago/i Images/A. Parsons

هره ورځ ۲۳۶ زره ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي. د ملګرو ملتونو سازمان د وړاندوینې له مخې تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې به د ځمکې پر مخ د انسانانو شمیر نږدې ۱۰ میلیارده ته ورسیږي.

د آلمان د پراختیایي چارو وزیر ګېرد مولر، د چهارشنبې په ورځ په آلمان کې د نړۍ د نفوس په هکله د رپوټ د وړاندې کولو پر مهال دا وضعیت د «نفوس انفجار» په توګه عنوان کړ. مولر وویل چې «مونږ داسې مخ پر وده یو چې هغه عادي نه ده».

نوموړي زیاته کړه چې سړی باید له ځانه پوښتنه وکړي چې آیا په کافي اندازه خواړه او د څښاک له پاره پاکې اوبه لرو چې دغو انسانانو ته کفایت وکړي؟ مولر وویل چې د دې پوښتنې ځواب عواقب لري، لکه اقليمي بدلون او په پرله پسې ډول د مهاجرت زیاتیدل.

جنسیتي نابرابرۍ

تر ټولو په لومړي قدم کې د نړۍ په هغو هیوادونو کې نفوس زیاتیږي چې تر ټولو وروسته پاتې دي. په داسې حال کې چې په صنعتي هیوادونو کې د احصایي له مخې هره ښځه په اوسط ډول ۱،۷ ماشومان زیږوي- په آلمان کې بیا دا اوسط ۱،۵ دی. خو هغه هیوادونه چې د پرمختیا په درشل کې دي هره ښځه یي په اوسط ډول ۴ ماشومان زیږوي.

له همدې امله د نړۍ د نفوس کلنی رپوټ د «نا تمامو دندو» تر عنوان لاندې وړاندې شوی دی. د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق UNFPA د مشرې نتالیا کانم، په خبره تر ټولو په لومړي قدم کې د ماشوم زیږونې د کچې د لوړوالي یو لامل هم په ډیر شمیر هیوادونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ د نا انډولتوب  ستونزه ده.

په دې ترتيب سره په نایجیریا کې یوه ښځه په اوسط ډول ۷ ماشومان زیږوي. میرمن کانم وایي: په داسې حال کې چې ډیري ښځې د یوې کوچنۍ کورنۍ هیله لري، خو د هغوی دا هیله په پام کې نه نیول کیږي. د هغې په خبره په ډیرو هیوادونو کې سړي دا له پامه غورځوي. سربیره پر دې په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې د حمل د مخنیوي وسایلو ته لاس رسی نه شته.

په ۱۹۹۴ م کال کې د نړۍ ۱۷۹ هیوادونو د مصر په پلازمینه قاهره کې موافقه وکړه چې د نړۍ د نفوس د ډیریدو مخه به نیسي، او ګډ اهداف به ټاکي. د دې موافقې په لومړي سر کې راغلي دي چې دا د هرې ښځې حق دی چې پخپله پریکړه وکړي چې کله او څومره ماشومان زیږول غواړي.

په اوس وخت کې په نړیواله کچه تر ۲۰۰ میلیونو ډیرې ښځې د ماشوم زیږونې د مخنیوي وسایلو ته لاس رسی نه لري. هره ورځ ۸۰۰ ښځې د امیدوارۍ له امله او یا هم د ماشوم زیږونې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Wiederwald, Rupert/ ش. ن