1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

نوی زیلاند په افغانستان کې خپل پوځي حضور پراخوي

۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعه

نوی زیلاند په افغانستان کې خپل پوځي حضور پراخوي. له دې سره نو دغه هیواد د ناټو په غوښتنه په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر له ۱۰ څخه ۱۳ تنو لوړوي.

https://p.dw.com/p/2ioAj
ISAF Soldaten aus New Zealand in Afghanistan
انځور: picture-alliance/Ton Koene

نوي زیلاند د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د پخوا په پرتله لا پراخ حضور ولري. د دغه هیواد ځواکونه د افغانستان په غیرې جنګي ماموریت بوخت دي او د کابل په ملي پوځي اکاډمي کې د روزونکو او ملاتړې پرسونل په توګه کار کوي.

نوی زیلاند له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان ته خپل ځواکونه استولي دي. د دې هیواد سرتیري ډیر وخت د بیارغونې په چارو بوخت وي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په روانه اوونۍ کې د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه او په دې هیواد کې یې د امریکایي  ځواکونو د شمیر لوړیدو ته لار هواره کړه. دا لا روښانه نه ده چې امریکا به افغانستان ته څومره اضافي سرتیري واستوي.

کله چې د نوي زیلاند له لومړي وزیر بیل انګلیش، څخه وپوښتل شول چې ایا هغه اندیښمن نه دی چې د داسې یوه امریکایي ولسمشر له ستراتیژي ملاتړ کوي چې ښه شهرت نه لري، نو هغه وویل: «نوي زیلاند په افغانستان کې ډیر مخکې له دې چې ولسمشر ترمپ واک ته ورسیږي حضور لره.»

هغه زیاته کړه: «دا هر څه دې پورې اړه لري چې نوی زیلاند غواړي د ترهګرۍ د منابعو  د لمنځه وړلو په نړیواله هڅه کې خپله ونډه ادا کړي.»

نوي زیلاند ژمنه کړې چې لږ تر لږه تر راتلونکې جون میاشتې پورې په افغانستان کې خپل پوځي حضور وساتي.