1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د یوې لس کلنې نجلۍ بې رحمه وژنه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې له یوې نابالغه نجلۍ سره احتمالي جنسي تیری او د هغې د وژل کیدو پيښې د پولیسو کاري وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده. د نجلۍ کورنۍ له حکومته د انصاف غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3IqDI
Indien Pakistan Symbolbild Vergewaltigung
د تامسن رویټرز بنسټ د رپوټ له مخې پاکستان د نړۍ په کچه د ښځو له پاره شپږم خطرناک هیواد دیانځور: Getty Images

په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د لس کلنې نجلۍ وژل کیدو او له یوې ځوانې نجلۍ سره د ډله ایز جنسي تیري پيښو، پولیس له سخت انتقاد سره مخامخ کړي دي.

په اسلام آباد کې ژورنالیست ذوالقرنین حیدر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د اسلام آباد اړونده سیمې چک شهزاد ته څیرمه پولیسو یو جسد موندلی. ظاهرا داسې ښکاري چې له دغې نجلۍ سره جنسي تیری شوی او بیا وژل شوې ده. د ځایي رسنیو په وینا دغه کورنۍ د مومندو ایجنسۍ سره تړاو لري.

تیره شپه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او په ولسي جرګه کې د وزیرستان د خلکو استازي محسن داوړ د دغه نجلۍ پلار ته د خواخوږۍ په موخه ورغلی وو. هغه ویلي دي: «دا د پاکستان پلازمېنه ده، دلته د دولت د حاکمیت دا حال دی چې یوه ماشومه په ۱۵ تاریخ لادرکه کیږي، والدین یې در په دره ګرځي او پولیس یې اف ای آر (د تحقیقاتو لومړی رپوټ) نه ثبتوي. که په اسلام آباد کې د انصاف دا حالت دی، نو په نور هیواد کې به څه حال وي. دولت په بشپړه توګه ناکام شوی دی.»

ذوالقرنین حیدر له دویچه ویله سره په خبرو کې وړاندې وویل چې پولیس لا تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې په دغه جرم کې ښکیل کسان ونیسي. د حیدر په خبره هغه له تیرو څو کلونو راهیسې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د جنايي پيښو په هکله رپوټونه ورکوي او تجربه یې دا ښيې چې پر قانون باندې د عمل کولو سخت کمی دی. د هغه په خبره د پولیسو په اداره کې د عاجلو اصلاحاتو اړتیا ده.

د ټولنیزو او بشري حقونو فعاله طاهره عبدالله، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «رسنۍ باید پوښتنه وکړي چې حکومت چیرې دی، پارلمان چیرې دی، عدلیه چیرې ده، پولیس چیرې دي.» هغې زیاته کړه: «په پاکستان کې وضعیت تر بده بدتره کیږي. په کوم هیواد کې چې هره ورځ داسې پيښې کیږي نو هلته د بشري حقونو څو کار کوونکي چې لا تر اوسه تيښتې ته نه دي اړ ایستل شوي او لا نه دي وژل شوي دغه واقعات په ګوته کوي، خو دغه فعالان د حکومت مسوولیت خو نه شي اخیستی.»

د ښځو د حقونو فعالې اسامه خلجي، د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «پنځه ورځې دمخه یوه ماشومه لادرکه کیږي، خو پولیس یې رپوټ نه ثبتوي او روغتون هم د عدلي طب څیړنو ترسره کولو ته چمتو نه وو.» ماروي سرمد په دې اړه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې «تر هغه وخته چې رسنۍ غږ پورته نه کړي، هیڅ به هم ونه شي. د زینب په قضیه کې د میډیا فشار د مجرم په نیولو کې مرسته وکړه. په دې قضیه کې ولې داسې نه شي کیدای.»

د اسلام آباد د دغې پيښې ترڅنګ په راولپنډۍ ښار کې هم د جنسي تشدد یوه پيښه رپوټ شوې ده. په دغه پيښه کې څلورو پولیسو له یوې ځوانې نجلۍ سره جنسي تیری کړی. د دغه نجلۍ د شکایت پر اساس پولیسو څلور شکمن مجرمین نیولي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د رپوټ له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د جنسي تیري ۳۳۰۰ او په همدغه کال کې د ډله ایز جنس تیري ۲۵۶ پيښې ثبت شوي دي. د تامسن رویټرز فاونډیشن د یوه رپوټ له مخې پاکستان د نړۍ په کچه د ښځو له پاره شپږم خطرناک هیواد دی.

بینش جاوید