1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوې آلمانۍ د قتل په تور د مشکوک افغان محاکمه پیل شوه

۱۳۹۶ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د آلمان په فرایبورگ ښار کې د هغه مشکوک افغان مهاجر محاکمه پيل شوه چي د يوې آلمانۍ محصلې د قتل په تور نيول شوی دی. د محاکمې د لومړې ورځې غټه موضوع دا ده چې په قتل تورن مهاجر د پیښې پر وخت څو کلن وو؟

https://p.dw.com/p/2jMh8
Freiburg Mordprozess beginnt
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د آلمانې محصلې «ماريا ال» چې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې د آلمان په جنوبي ښار فرایبورگ کې په قتل ورسیده، د محاکمې په لومړې ورځ، تورن شخص د انتظار په خلاف ویلي دي چې هغه چمتو دی، د محکمې پر وړاندي خبرې وکړي. په قتل دغه تورن شخص چې «حسین ک» نومیږي نن (سه شنبه د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر پنځمه» د فرایبورگ د جنایي جرایمو د محکمې په وړاندې وویل: «زه به خبرې وکړم.» په عین وخت کې د هغه مدافع وکیل له محکمې څخه غوښتې دي چي د هغه مؤکل د شخصي وضعیت  په هکله د پوښتنو په وخت کې محاکمه باید آزاده نه وي، یعنې عامو خلکو ته باید اجازه ور نه کړل شي چي د محکمې په سالون کې حضور ولري.

د هغه مدافع وکیل، «سبستیان گلاتې» وویل چې د هغه مؤکل د «پخواني تصمیم پر خلاف اوس چمتو دی چې د قضیې په اړه بیان وړاندي کړي.» په همدې وجه هغه غوښتنه وکړه چې د محاکمې په هغه یوه برخه کې چې د ده د شخصي ژوند په هکله پوښتنې او گرويږني کیږي، عامه خلکو ته باید اجازه ور نه کړای شي.

خو څارنوالۍ او د دعوا جانبي مدعیان یعنی د مقتولې مور او پلار دغه غوښتنه رده کړې ده. په همدې وجه د محاکمې بهیر متوقف شوو، څو قاقضیان تصمیم ونیسي چې آیا محاکمه آزاده وي او که نه.

د وروستي خبر له مخې محکمې د نوموړې غوښتنې په هکله اوس پریکړه وکړه چې د دغې محاکمې یوه برخه ازاده نه وي. د دغې محاکمې د قضايي هيئت رئیسې وویل: «د محاکمې په هغې برخه کې چې له تورن شخص څخه د هغه د جنسي سوانحو په هکله پوښتنه کیږي، عام خلک باید په سالون کې حضور ونه لري. خو د هغه د هویت او شخصي ژوند په هکله د نورو  پوښتنو په وخت کې محاکمه ازاده ده.

د تورن شخص د هویت او عمر په هکله ضد او نقیض معلومات

څارنوالې د «حسین ک» پر ضد چې د قتل له پیښې څخه ډير وروسته د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشت کې ونیول شوو د قتل او د ډير سخت جنسي تیري تور لگولی دی. د څارنوالې د وینا له مخې دغه ۱۹ کلن  شخص پر محصلې «مريا ال» په تیر اوکتوبر کې اول جنسي تیری کړی او بیا یې بې هوښه په یو سین کې اوبو ته اچولې وه، چې هغه بيا ډوبه شوې او مړه شوې ده.

د رپوټونو له مخې د دغه شخص هویت او عمر په هکله ضد او نقیض معلومات خپاره شوي دي. په داسی حال کې چې «حسین ک»  خپله وايي چې د دغې پیښې په وخت کې هغه ۱۷ کلن وو، خو څارنوالي ادعا لري چی نوموړی د قتل په وخت کې لږ تر لږه ۲۲ کاله عمر درلود. د عمر د تثبیت په هکله دوه تر سره شوي تشخیصونه د څارنوالۍ نوموړې ادعا تصدیقوي او سر بیره پر دې د یوناني چارواکو د وینا له مخي دغه شخص په ایران کې زیږیدلی دی، خو هغه خپله وايي چې دير کلونه یې په افغانستان کې تیر کړي دي.

دغې پیښې په ټول آلمان کې عامو خلکو ته ټکان ورکړ، ځکه مشوک شخص د ۲۰۱۵م کال په پای کې په المان کې د پناه غوښتنه کړې وه. په رپوټونو کې دا هم راغلي دي چې نومړی له دې مخکې په یونان کې هم بندی ؤ او د قید مودې تر بشپړیدو مخکې ازاد شوی.

زموږ له ارشيف څخه: