1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه افغان د ژوند بیه څومره ده؟

۱۳۹۵ اسفند ۳۰, دوشنبه

امریکا متحدو ایالاتو له ۲۰۰۴ کال راهیسې په افغانستان کې د هغو ملکي کسانو کورنیو ته مالي تاوان ورکوي چې په پوځي عملیاتو کې وژل او یا ټپي شوي وي، خو د پیسو اندازه ځايي قوماندانان ټاکي. منتقدین وایي دا کار غیر عادلانه دی.

https://p.dw.com/p/2ZY85
Afghanistan US-Luftangriff - Ärzte ohne Grenzen Krankenhaus in Kundus
انځور: Getty Images/AFP

د ۲۰۱۴م کال په مارچ میاشت امریکایي پوځ یوه افغان ته چې د کورنۍ ملکي غړی یې د ایران پولې ته څیرمه په پوځي عملیاتو کې وژل شوي وو، تر۱۰۰۰ ډالرو لږ ډیري پیسې ورکړي.

تر دې شپږ میاشتې وروسته یوه بل افغان پلار ته چې ماشوم یې د امریکایي ځواکونو په مشرتوب عملیاتو کې وژلي شوی وو، ۱۰۰۰۰ ډالر ورکړي دي.

تیرکال په نوامبر میاشت کې، ۶۸ کلن حاجي الله داد د خپلې کورنۍ ۲۰ غړي د امریکایي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په کندز کې له لاسه ورکړل. الله داد وایي چې که څه هم افغان حکومت هغه ته پیسې ورکړي دي، خو لا تر اوسه پورې یې هم له امریکایي ځواکونو څخه د خپلې کورنې د غړو د له لاسه ورکولو مالي تاوان نه دی ترلاسه کړی.

په افغانستان کې تر ۱۶ کلن حضور وروسته، امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پوري نه دي ټاکلي چې په پوځي عملیاتو کې د یوه ملکي کس د وژل او یا ټپي کیدو په صورت کې د هغه کورنۍ ته څومره پیسې ورکړي. په لومړي سر کې امریکایي پوځ ځکه دا کار پیل کړ چې غوښتل یې د هغو طالبانو مخه ونیسي چې د وژل شویو ملکي کسانو کورنیو ته یې پیسې ورکولې.

د تاوان ورکولو په برخه کې د امریکا متحدو ایالاتو کړنلاره یو څه قراردادي بڼه لري ځکه نه غواړي د افغانستان د فرهنګي او کلتوري حساسیتونو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي. خو مدنی فعالان بیا وایي چې دغه سیستم غیر عادله او د ناداره او بې سواده کسانو له پاره ډیر مغلق دی.

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یو ویاند ادم ستمپ، بیا وایي چې د تاوان ورکولو او د پیسو د مقدار په اړه پریکړه په افغانستان کې میشت امریکایي قوماندانان نیسي، ځکه هغوی په دې اړه تر ټولو ښه قضاوت کولای شي.

هغه وویل: «په افغانستان کې د غمشریکي پیسې د ځایي فرهنګي نورمونو، افغان همکارانو مشرو او د پیښې د څرنګوالي پر اساس تعینیږي.»

خو دا چې امریکا متحد ایالات دغه ټول فکتورونه څرنګه د پیسو د اندازې په ټاکلو کې په پام کې نیسې لا روښانه نه ده.

په امریکا کې میشت د جګړې او ملکي وګړي بنسټ، ویلي دي چې واشنګټن په ۲۰۰۵م کال کې په افغانستان کې تر هغه وروسته په عملیاتو کې د ملکي وژل شویو کسانو کورنیو ته د پیسو ورکول پیل کړل چې خبر شول، طالبان د دغه شان عملیاتو قربانیانو ته پیسې ورکوي.

د نړیوالو او ځايي قوانیونو له مخې امریکا هغو ملکي کسانو ته په تاوان ورکولو مکلف نه دی چې په پوځي اقداماتو کې وژل کیږي. خو بیا هم دغه هیواد په ۱۹۵۰م کال کې د کوریا د جګړې پر مهال دغه شان تاوانونه ورکړي دي. پر دې سربیره په عراق کې هم ځینو کورنیو ته پیسې ورکړل شوي دي.

منتقدین نیوکه کوي چې د تاوان ورکولو په برخه کې د یوه ستندرد نه شتون په دې معنی دی چې ټولو افغانانو ته په یوه سترګه نه کتل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چاواکو په وروستیو وختونو کې ویلي دي چې په افغانستان کې لا ډیرو سرتیرو ته اړتیا لري. خو د جګړې او ملکي کسانو له بنسټ څخه مارلا کینان وايي: «دا ډیره د اندیښنې وړ خبره ده چې موږ د فعالیتونو د ډیرولو په اړه خبري کوو، خو د غمشریکي پیسو د ورکولو له پاره یو ستندرد پروسیجر نه لرو.»

هغه زیاتوي: «په کندهار کې یوه سړي ته د هغه د موټر د خرابیدو له کبله ښايي ۴۰۰۰ ډالر ورکړل شي خو په ګردیز کې بیا یوې ښځې ته د هغې د ماشوم وژل کیدو په بدل کې ۱۰۰۰ ډالر ورکول کیږي. ملکيان تر دې د ښو شرایطو مستحق دي.»

د پیسو اندازې ډېره توپير لري

د هغو اسنادو په حواله چې د رویترز خبري آژانس په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د ماموریت په اړه ترلاسه کړي دي، امریکایي ځواکونو په افغانستان کې له ۲۰۱۳م کاله بیا تر ۲۰۱۶م کاله پورې ۱،۲ میلیونه ډالر تاوان ورکړی دی. دغه پیسې لږ تر لږه د ۱۰۱ وژل شويو او ۲۷۰ ټپيانو شویو کسانو کورنیو ته ورکړل شوي ډي.

ټول قرباینان ملکي کسان دي. په پنځو مواردو کې پیسې د افغان حکومت کارکوونکو ته هم ورکړل شوې دي.

په ځینو مواردو کې چې پیښې هم سره ورته وې، کورنیو ته د ورکړل شویو پیسو اندازه سره توپیر لري. کینین وایي: «دا ښيي چې هري ډلې د ځان له پاره خپله پالیسې غوره کوله او دا چې د کړو وړو له پاره یو معیاري پروسیجر شتونه نه لري چې ټول پوځ ته روښانه شي چې پیسې په څه ډول او په کومه اندازه ورکړي.»