1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان کابینې له ریفرندوم څخه ملاتړ وکړ

۱۳۹۰ آبان ۱۱, چهارشنبه

اورپا د یورو د ژغور پر پلان د موافقې وروسته یونان ته د ځینې اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په شرط د مرستو وعده کړې. اوس د یونان لومړې وزیر پر دغې موضوع د ریفرندوم د په لاره اچولو لپاره د خپلې کابینې ملاتړ تر لاسه کړی

https://p.dw.com/p/133nR
د یونان افتصادي حالت یورو د لوی کړکیچ سره مخامخ کړې ده
د یونان افتصادي حالت یورو د لوی کړکیچ سره مخامخ کړې دهانځور: dapd

وروسته تر هغې چې د یونان ولسمشر پریکړه وکړه چې د اروپا د مرستو د پلان په اړه به یو ریفرندوم په لاره واچې د هغه کابینې له دغې پریکړې څخه خپل پوره ملاتړ اعلان کړ. هغه اوس د خپلې دغې پریکړې په اړه د پارلمان څخه د اعتماد د رایې اخیستو ته اړتیا لري.

د یونان ولسمشر، جورج پپندریو، د چهار شنبې په ورځ د خپلې کابینې څخه پوره ملاتړ تر لاسه کړ تر څو د اروپا د مرستو د پلان په اړه خپل هیواد کې یو ریفرندوم په لاره واچوي. د هغه د حکومت چارواکو ویلي دی چې دغه ریفرندوم په ډیر ژر په لاره واچول شي.

د یونان لومړي وزیر ویلې دي چې دغه ریفرندوم به د یونان خلکو ته دا چانس ورکړي ترڅو په خپله فیصله وکړې چې ایا غواړې دغې لاری ته ادامه ورکړې او که نه.

که څه هم پپندریو باید اوس د خپل د هیواد له پارلمان څخه د اعتماد رایې تر لاسه کړي خو هغه وایې چې اصلې هدف د حکومت انتخاب نه دی بلکه هدف دا دی چې یونان باید بریکړه وکړې چې د اروپایي ټولنې مرستو ته مثبت او که منفي ځواب ورکړي.

د یونان د ولسمشر د پریکړې په اړه اروپایې ټولنې هم غبرګون ښودلی دی. د فرانسې ولسمشر، نیکولای سرکوزي، ویلې دې چې وړاندې شوې پلان د یونان د اقتصاد د ژغورنې یوازینۍ لار ده.

په آلمان کې هم د دغې پریکړې په اړه بیلابیل غبرګونونه ښکاره شول. یو شمیر چارواکو پر دغې پریکړې نیوکې کړې خو بیا یو شمیر نورو دغې پریکړې ته د یو شجاعانه او خطرناک اقدام خطاب کړی دی.

وروسته تر دغې پریکړې په مارکیټو کې هم تغیرات رامنځ ته شول او د یونان د شرکتونو د اسهامو بیې را ټیټې شوي. د اروپا د ژغور د پلان له مخې یونان ته سل بیلیونه یورو ورکول کیږي ترڅو خپل اقتصاد کې یې وکاروي. د دغه پلان له مخې همداراز باکونه هم په خپلو پانګه اچونو کې ۵۰ سلنه ضرر په غاړه اخلي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم