1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان پولیسو له جعلي پاسپورتونو سره افغانان نیولي دي

۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبه

د یونان پولیسو په کریتا جزیره کي نن په لسونو داسي مهاجر نیولي دي، چي غوښتل یې په جعلي پاسپورتونو سره نورو اروپايي هیوادونو ته ولاړ سي. د هغوی زیاتره افغانان او سوریایان دي.

https://p.dw.com/p/2ySfB
Griechenland Flughafen Heraklion Kreta
انځور: Imago/MiS

د پولیسو په حواله هغوی د هیراکلیون په هوايي ډگر کي مجموعأ ۴۱ مهاجر نیولي دي چي جعلي پاسپورتونه ورسره او غوښتل یې له هوايي لاري جرمني، فرانسې او یا د مرکزي او غربي اروپا نورو هیوادونو ته سفر وکړي.

په اروپا کي د سیاحتي موسم په شروع کیدو سره په تکرار سره مهاجر له جعلي اسنادو سره نیول کیږي. د پوليسو په حواله دغه اسناد د ۱۵۰۰ او ۳۰۰۰ يورو ترمنځ بيه لري. له هغه راهیسي چي اروپا ته د بالکان لار عملاً تړل سوې ده، انساني قاچاقبران کوښښ کوي په دې وسیلې سره ډیري پیسې پیدا کړي.

د پولیسو په خبره په ځینو حالاتو کي مهاجر حتی د پناه غوښتني اصلي اسناد ښکاره کوي، کوم چي وختي لا په اروپا کي ژوند کوي. که هغوی د مثال په ډول جرمني ته راسي، بیا نو دغه اسناد بیرته اصلي کسانو ته ورکوي او پخپله د پناه غوښتنه کوي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 05.09.2017 )