1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان ټاپوګانو ته د رسیدونکو پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د ۲۰۱۸ م کال له مني راهیسې د لومړي ځل له پاره په یونان کې د آژه سین په ختیځو ټاپوګانو کې د راجستر شویو پناه غوښتونکو شمیر تر ۲۰ زرو لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3NUTg
Flüchtlingslager Moira auf der griechischen Insel Lesbos
انځور: DW

د یونان د مدني حفاظت وزارت د سه شنبې په ورځ (اګست میاشتې پر ۶ نیټه) یوه احسایه خپره کړه چې له مخې يې د دغه هیواد په ټاپوګانو کې د ثبت شویو پناه غوښتونکو شمیر تر ۲۰ زرو ډیر شوی دی.

د روان کال په اپریل میاشت کې په دغو ټاپوګانو کې د موجودو کسانو شمیر ۱۴۰۰۰ ته راټيټ شوی وو.

د اتن حکومت د ۲۰۱۸م کال له اکتوبر میاشتې راهيسي په زرګونو پناه غوښتونکي له دغو ټاپوګانو څخه وچې یعنې اصلي هیواد ته انتقال کړي دي.

په هغه وخت کې هم په دغو ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو شمیر ۲۰ زرو ته رسیدلی وو چې له امله یي د دغو کمپونو وضعیت د ناورين تر اندازې خراب شوی وو. د نوم ثبتونې په دغو مرکزونو او کمپونو کې ډیر ځلې شخړې او نښتې رامنځته شوي دي.

د ساحلي ګارد په ګړیو کې د یوه ترکي ژباړونکي په حواله په تیرو میاشتو کې د پناه غوښتونکو هجوم یو وار بیا زیات شوی دی. د هغه په خبره په ۲۴ ساعتونو کې یعنې د سه شنبې تر سهاره پورې تر۱۷۰ ډير پناه غوښتونکي له ترکیي څخه د یونان ټاپوګانو او اصلي هیواد ته را اوښتي دي.

ساحلي ګارد د الکساندروپولیس، بندري ښار مخې ته ۴۶ پناه غوښتونکي نیولي دي. دوی د ترکیي له ساحل څخه خپل سفر پیل کړی او یوازې څو کیلو متره لیري شوي وو چې ونیول شول.

همدارنګه مسئولینو د لیسبوس ساحل مخې ته ۱۳۱ تنه پناه غوښتونکي موندل شوي دي.

د محافظه پاله لومړي وزیر کایر یا کوس، تر مشرې لاندې حکومت پلان کړې ده چې د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزونې بهیر ګړندی کړي او هغه پناه غوښتونکي ډیر ژر بیرته ترکیي ته واستوي چې په یونان کې یي د پناه غوښتنه رد کیږي.

د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې د ترکیي او اروپایي اتحادیي ترمنځ د یوې موافقې په اساس اروپایي اتحادیه کولی شي ټول هغه پناه غوښتونکي چې په غیر قانوني توګه له ترکیي څخه یونان ته داخلیږي بیرته ترکیي ته یې واستوي.

آژانسونه/ ش.ن/ ن.ز