1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان د پاتراس په بندري ښارکي د مهاجرو پرضد عملیات

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

د یونان پولیس کوښښ کوي د پاتراس ټاپو په شاوخوا کي پټ سوي مهاجر کشف او دهیواد نورو برخو ته یې انتقال کړي. د هغوی اکثریت افغانان او پاکستانیان دي.

https://p.dw.com/p/2xjXO
Bildergalerie Flüchtlinge im Hafen von Patras
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د یونان دولتي راډیو (ERT) د سه شنبې په ورځ ویلي دي چي په دغو عملیاتو کي تر ۳۰۰ اضافه پولیسو برخه اخیستې وه. شک کیږي چي ددغي جزیرې په خالي کمپونو کي تر۱۰۰۰ تنو اضافه مهاجر پټ دي.

د پاتراس بندري ښار ته له کلونو راهیسي ایټالیا ته د غیرقانوني مهاجرو د پټنځای او ورتیریدو په سترگه کتل کیږي. له هغه ځايه ډیری مهاجر چي اکثریت یې افغانان او پاکستانیان دي، کوښښ کوي په لارۍ او نورو غټو موټرونو کي پټ یوه بندر ته ځانونه ورسوي.

هغوی بيا وروسته په کښتيو کي د ایټالیا د باري، انکونا، تریست او بریندیسي بندرونه ته ځانونه رسوي. دغو بندرونو ته هره ورځ کښتۍ رواني وي.

له بلي خوا په تیرو اوونیو کي د پاتراس په بندري ښارکي حالت خراب سوی دی. د مهاجرو په منځ کي د کشمکشونو په جریان کي یو ۱۷ کلن وژل سوی او نور ډیر مهاجر ټپيان سوي دي.

زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم:(05.09.2017 )