1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د گوانتانامو زندان نه تړل کیږي»

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۱۹, شنبه

سپینې ماڼۍ د رسنیو هغه یو رپوټ رد کړ چې پلان لري د کانگرس له موافقې څخه پرته د گوانتانامو زندان وتړلي. جمهوري غوښتونکو ولسمشر بارک اوباما ته د زندان د تړلو لپاره د یو اړخیزاقدام پرضد خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1DTW9
انځور: picture alliance/dpa

سپینې ماڼې د جمعې په ورځ (د۲۰۱۴ کال د اکتوبر لسمه) وویل چې هغه غوره گڼي چې له کانگرس سره د نوموړي زندان د تړلو په موخه همکاري وکړي. له دې وینا سره د ولسشمر بارک اوباما حکومت د وال ستریت ژورنال هغه یو رپوټ رد کړ چې گواکې ولسمشر پلان لري دغه زندان په یوه اړخیزه توگه وتړي.


د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنیست، د جمعی په ورځ یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل:«زمونږ دریځ، زمونږ پالیسي په اوسني وخت کې دا ده چې له کانگرس څخه ملاتړ تر لاسه کړو ترڅو هغه محدودیتونه لیري کړو چې مونږ احساس کوو د غلطو انگیرونو سبب گرځي.»

د ولسمشر د صلاحيتونو څخه سرغړونه

والستریت ژورنال رپوټ ورکړی دی چې د اوباما اداره د یو لړ اقداماتو په طرحه بوخته ده چې غواړي د کانگرس د هغه یو بندیز څخه مخ واړوي چې د متحده ایالاتو د خاورې دننې ته د گونتانامو د بندیانو د لیږدولو مخالفت کوي.

د نوموړې ورځپانې د رپوټ له مخې، د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي چې ولسمشر دوه امکانات په مخکې لري: هغه کولای شي چی یا د «ملي دفاع د صلاحیت د قانون» (NDAA) تمدید ویتو کړي چې د نورو مسایلو تر څنگ د نوموړو بندیانو پر لیږدولو باندي بندیز لگوي او یا هغه کولای شي چې دغه بندیز د ولسمشر د صلاحیتوتو څخه د سرغړونې په توگه وگڼي.

نوموړي رپوټ ته د ځواب په توگه د جمهوري غوښتونکو استازو ولسمشر ته خبرداری ورکړی چې په دې لټه کې دې نه اوسي چې د کانگرس له موافقې څخه پرته د گوانتانامو زندان وتړي. د جمهوري غوښتونکي استازي، مارک میدوفز وویل چې دغه ډول یو اقدام «غیرقانوني» دی.

یوه نظر پوښتنه چې د جون په میاشت کې خپره شوې ده، وایي چې ۲۹ سلنه امریکایان د گوانتانامو د زندان له تړلو او د متحده ایالاتو د خاورې دننې ته زندانیانو د لیږدولو څخه ملاتړ کوي، حال داچې ۶۶ سلنه د دې مفکورې مخالف دي.

هغه یوه ژمنه چې پوره نه شوه

د ۲۰۰۸ کال د انتخاباتي مبارزې په وخت کې اوباما ژمنه کړې وه چې د گوانتانامو زندان به تړي او ویلي ؤ چې دا د امریکايي محاکمو د اصولو او د قانون د واکمنۍ سره تناقض لري.

خو په ۲۰۱۰ کال کې کانگرس د «ملی دفاع د صلاحیت» په قانون کې تعدیل راوست ترڅو له نوموړي زندان څخه بهر د بندیانو د لیږدولو مخه ونیسي. ولسشمر اوباما کولای شو چې دغه قانون ویتو کړي، خو دغسي یو اقدام له سیاسي لحاظه ځیني خطرونه له ځان سره لري، ځکه نوموړی قانون پوځي بودجې پورې اړه لري.

پخواني ولسمشر، جارج دبلیو بوش د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې حملو څخه وروسته د گوانتانامو زندان جوړ کړ. د دغه زندان ډيری بندیان پرته له کومې حقوقي دعوا او تورونو څخه تر نا معلوم وخت پوري په زندان کې ساتل شوي دي. بشري نړیوالو سازمانونو، لکه د بښنې نړیوال سازمان رپوټ ورکړچې د بوش د حکومت په وخت کې په نوموړي زندان کې بندیان ربړول شوي دي.

د بوش ادارې د دغه زندان د ۸۰۰ بندیانو څخه یو زیات شمیر ېې خوشی کړل. خو ۱۴۹ بندیان لا تراوسه هلته پاتي دي. د اوباما اداره پلان لري چې ۷۹ تنه یو دریم هیواد ته ولیږدوي، ۳۷ تنه نور یې په گوانتانامو کې وساتي او ۲۳ تنه نور یې د پوځي کمیسیونو له خوا محاکمه شي.

د خالد شیخ په شمول لس تنه نور همدا اوس په پوځي کمیسیون کې ترمحاکمې لاندې دي. پر هغوی تور لگول شوی چې د سپتمبرد یولسمې په حملو کې یی لاس درلود.