1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گوادر بندر له لاري د چين او افغانستان ترمنځ د تجارت پيل

۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعه

په کابل کي د پاکستان سفارت د گوادر بندر له لاري د افغانستان او چين ترمنځ د ترانزيتي تجارت د پيل خبر ورکړی. د افغانستان چارواکي وايي چي له چين څخه افغانستان ته په تجارتي مالونو بار لومړۍ کښتۍ دغه بندر ته رسېدلې ده.

https://p.dw.com/p/3WMTV
Projekt Wirtschaftskorridor Pakistan-China
انځور: picture-alliance/dpa/C. F. Röhrs

د پاکستان سفارت په يوې خبرپاڼه کي اعلان کړی چي له چين څخه د افغانستان د لومړنۍ ترانزيتي کښتۍ په رسيدو سره، د پاکستان او افغاستان ترمنځ يوه نوې ترانزيتي اقتصادي لاره پرانيستل سوه.

افغانستان ته د چين د صادراتي کاليو لومړني بار دغه بندر ته رسيدلی او له هغه ځايه د پاکستان سرحدي ښار چمن ته رسيږي چې وروسته به بيا کندهار ته انتقال سي. گوادر بندر د پاکستان په جنوبي ساحل کي موقيعت لري او د نورو بندرونو په پرتله کندهار او کابل ته تر ټولو نژدې تجارتي بندر دی.

د افغانستان او چین ترمنځ د تجارت حجم

چين په سيمه کي د صادراتو او وارداتو په برخه کي د افغانستان مهم تجارتي ملگری دی. چين ته د افغانستان زياتره صادرات، جلغوزي، مرمر ډبري او نوري قيمتي ډبري دي چي زياتره يي د هوايي دهليز له لاري نوموړي هيواد ته صادريږي.

د افغانستان د تجارت او صنايعو وزارت د معلوماتو له مخي، چين په ۲۰۱۹م کال کي د افغانستان له پاره دريم لوي صادراتي هدف وو او د۵۲ ميليونه ډالرو په ارزښت مالونه دغه هيواد ته صادر سوي دي. سربيره پر دې چين  پس له ايرانه، افغانستان ته دوهم لوي واردکوونکي هيواد دی.

Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
آرشیف: چین ته د افغانستان د تجارتی ماولونوانتقالانځور: DW/H. Safi

تيرکال د څه د پاسه يو ميليارد ډالرو په ارزښت چينايي مالونه افغانستان ته وارد سوي دي. د افغانستان د تجارت او صنايعو وزارت وياند سمير رسا دويچه ويلي ته وويل: «د ترانزيتي لارو جوړول، کولای سي د افغانستان او چين ترمنځ د تجارت کچه لا پسې لوړه کړي.» رسا وايي چي افغانستان په تيرو وختو کي هم د گوادر بندر څخه استفاده کوله، خو اوس د لاډيرو آسانتياوو له امله د تجارت کچه هم ډيريږي.

افغانستان : تر اوسه کوم تړون وجود نه لري

چين د نوښت د يوې برخي په توگه، »يو کمربند، يوه لار« په نوم په پاکستان کي يو اقتصادي دهليز جوړوي چي پر نورو سربيره، گوادر بنر ته د چينايي مالونو استولو ته زمينه برابروي، ترڅو چين خپل تجارتي توکي له دغه بندر څخه آسيا او افريقا ته ورسوي.

د افغانستان د تجارت او اقتصاد خونه وايي چي لومړني ترانزيتي بار په امتحاني ډول له دې لاري څخه وارد سوی او تر اوسه د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ کوم تړون او يا هم له دغه بندر څخه د کاراخيستني د ډول په هکله کوم شي وجود نه لري.

د افغانستان د تجارت او اقتصاد د خونې وياند جان آقا نويد، دويچه ويلي ته وويل چي دا يو امتحاني بار وو چي له چين څخه دغه بندر ته راغلي دي. د دې له پاره چي پاکستان خپلو ژمنو ته وفادار پاته سي نو بايد يو اوږدمهاله تړون لاسليک سي.

د افغانستان د تجارت او صنايعو د خوني په حواله، په اوس وخت کي دغه هيواد د خپلو ځينو تجارتي مالونو د صادرولو له پاره د کراچي او قاسم له بندر څخه گټه اخلي، خو هر وخت چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سياسي کړکيچ زيات سي، پاکستان بيا په دې برخه کي ستونزي جوړوي او گمرکي تعرفې زياتوي.