1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گاندي ۱۵۰ کليزه: ايا هنديانو د هغه ارزښتونه هیر کړي دي؟

۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبه

د هند د خپلواکۍ مشر مهاتما گاندي څو لسیزې بې له زور زياتي مقاومت، مذهبي آزادۍ او طبيعت سره د مطابقت لرونکي اقتصادي طرحې له پاره تبليغ کړی دی. اوس ډيری د هغه تر زوکړې۱۵۰کاله وروسته دغه ارزښتونه له خطر سره مخامخ گڼي.

https://p.dw.com/p/3Qdwg
Indien Tag der Republik
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Rahi

مهاتما گاندي د خپل ژوند په وروستۍ ورځ د خپل يوه دوست په باغ کې د هر ذات او هر دين سره د تړاو لرونکو کسانو سره په ليده کاته بوخت وو. قاتل یې هم چې يو تندلاری، متعصب هندو وو هلته موجود وو. هغه په داسې حال کې چې د گاندي پښې یې ښکلولې، په سينه کې وويشت. همدا وه چې دا ستر مبازر د ورپيښو ټپونو له وجې په ۷۸ کلنۍ کې ومړ.

مهاتما گاندي د يوې داسې مبارزې له لارې چې هيڅ تاوتريخوالی پکښې نه وه، خپل هيواد د بريتانيا له استعماره آزاد کړ. خو نن، د گاندي تر وژل کيدو کابو۷۰ کاله وروسته د نوموړي د ياد څلي د يوه خادم په حواله دې يادگار ته چې په نوي ډيلي کې پروت دی، زياتره يوازې بهرني سيالانيان ورځي.

دغه تن چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي د آلمان خبري آژانس ته وويل گاندي، خپلو خلکو هير کړی دی. هغه زياتوي چې د هند ټولنه اوس په يوې مصرفي ټولني بدله شوې ده او د هغه سړي له پاره هیڅ وخت نه لري چې د مدني حقونو امريکايي فعال مارتين لوتر کنگ، د تبت دلای لاما او د جنوبي افريقا نيلسن منديلا ترې الهام اخيستی وو.

يو څو هندي سيالانيان هم دلته راځي څو خپلو اولادونو ته دا ياد گار وښيي. له دوی څخه یو د بنگلور ښار آنند جوجارو دی. هغه وايي: «زه فکر کوم دا خبره ټولو هیره کړې ده چې گاندي څومره قرباني ورکړې وه.»

Flash-Galerie Indien Mahatma Gandhi Flagge
انځور: AP

يو شمير هندي روشنفکران هم په همدې نظر دي چې د گاندي اهميت د هغه په ټاټوبي کې ورځ تر بلې مخ پر کميدو دی. د نوي ډيلي يو ټولنپوه شيو وشوانات هم ورته نظر لري. هغه وايي چې گاندي په ټولنه کې د انسانانو د گډ ژوند سوله ایز مبلغ وو، هغه يو ارزښت چې د هند د اوسني لومړي وزير نريندر مودي د گوند سره په ټکر دی.

Indien Tag der Republik
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Rahi

مودي په همدې وروستيو کې د هند تر ولکې لاندې کشمير ځانگړی نيمه خپلواک حیثيت ختم کړ څو دغه اکثريت مسلمان ميشته سيمه په هند کې په شان سره مدغم کړي.

خو پر دې هر څه سربيره نن، د اکتوبر پر دويمه نيټه، د گاندي۱۵۰ کليزې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کيږي او د هند پر پولې واحد د همدې سړي انځور دی. ډیر سړکونه د هغه په نوم دي او د هند په هر کوچني کلي کې هغه انځورونه چې غټې عينکې یې پکښې په سترگو دي، ليدل کيږي.

گاندي دا عينکې په هند کې د تشنابونو د جوړولو د پروژې د سمبول په توگه انتخاب کړې وې. د نوموړي په وينا هغه په ټول هيواد کې تر۹۰ ميليونه زيات تشنابونه جوړ کړي ول.

ټولنپوه وشوانات وايي: «حکومت د هغه دا انځور خپلو کمپاينونو ته د مشروعيت ورکولو له پاره کاروي.» په نوي ډيلي کې د گاندی ـ ميوزيم د مشر آلاگان انامالای له پاره هم دا خبره روښانه ده چې: «که حکومت له گاندي سره مينه کوي او که نفرت خو هغه بايد له پامه ونه غورځوي.»

خو انامالای هم وايي چې گاندي اوس د ډېرو هندي ځوانانو له پاره هم بې تفاوته شوی دی: «د ښوونځي له شاگردانو څخه چې د هغه په اړه پوښتم نو راته وايي چې گاندي به تل سپين کالي اغوستل او د عصري پرمختگ پر ضد وو.»

گاندي د هند تر صنعتي کيدو تر مخه له اقتصادي پلوه پر ځان د بسيا کيدو پلوي وو. په »ټيټ« ذات پورې تړاو لرونکي ډېر انسانان چې نن هم محروم دي، د گاندي له خوا د مطرح شويو طرحو او ارزښتونو پلويان نه دي. ځکه چې گاندي که څه هم چې د هغوی د حقونو له پاره مبارزه کړې وه، خو په بشپړه ډول د دغه طبقاتي سيسټم مخالف نه وه.  

خو سربيره پر دې اوس هم د گاندي په سونو پيروان د هغه د عدم تشدد مثال تعقيبوي. 

BS/NZ (DPA)