1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو د کنترول له پاره د میرکل طرحه

۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمې د کډوالو اړوند ستونزو حلولو په موخه یو وار بیا په اروپا کې د مهاجرینو د عادلانه ویش غوښتنه کړې. همدارنگه د آلمان گاونډي هیواد اتریش د کډوال اړوند خپل قوانین نور هم سختوي.

https://p.dw.com/p/1H0AV
انځور: Getty Images/T. Lohnes

د آلمان صدراعظمې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د ټیټې کچې حل لارو په هکله خبردارې ورکړې. انگلا میرکل د سه شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې۳) په آلمان د صنعت ورځې په مناسبت د دغه هیواد د صنعت برخې۱۲۰۰ مشرانو ته د وینا پر مهال وویل: «که موږ یوازې د خپلو شرایطو پر بنسټ د یوې حل لارې پسي وگرځو، اروپا به یو وار بیا د یو لوی خطر له گواښ سره مخامخ شي.»

میرکل د کډوالو د شمیر کمولو له پاره د آلمان او اتریش په سرحد کې د نوم ثبتولو طرحې اړوند، یو وار بیا ټینگار وکړ چې دوی نه شي کولې ټولې ستونزې په یوازیتوب سره حل کړي. د آلمان صدراعظمي په اروپا کې د کډوالو د عادلانه ویش غوښتنه وکړه.

نوموړۍ په دې هکله وویل: «یوه اروپایې تگلاره او د گاونډیو هیوادونو، د هغوې له جملې څخه د ترکیې همکاري مهمه ده. موږ باید پر دې مسالې ټینگار وکړو چې د کډوالو بار په اروپایې اتحادیه کې په عادلانه ډول وویشل شي، په غیر دې هغې به دغه سیستم اغیزمن ثابت نه شي.»

میرکل زیاته کړه: «د کلونو راهیسې آلمان د اروپا د داخلي سرحدونو د لیرې کیدو او د ملي سرحدونو پر ځای د اروپایې اتحادیې د خارجي سرحدونو له حفاظت څخه گټه پورته کړې ده. خو اوس موږ د دغې مسالې په مقابل کې واقع شوې یو چې څنگه کولې شو دغه شرایط وساتلې شو.»

د آلمان صدراعظمې وویل چې یوازې د اروپایې گاونډیو په مرسته کولې شي دغه مساله حل کړي او په دې برخه کې هر څومره ژر چې کیدای شي د اروپایې اتحادیې او ترکیې تر منځ یوه موافقه رامنځته شي.

په اتریش کې د کډوالۍ د قانون سختیدل

اتریش د کډوالو د پناه غوښتنې لوړ شمیر ته په کتلو سره، د کډوالو د غوښتنلیک منل کیدو قوانین د نومبر میاشتې تر ۱۵ نیټې وروسته نور هم سختوي. د هیواد په چارو کې وزیر او د کډوالو د نوې طرحې بنسټ ایښودونکی یوهانا میکل لایتنر، اعلان وکړ چې د دغه قانون پر بنسټ د کډوالو د غوښتنلیک څیړنه به تر دریو کلونو پورې وخت ونیسي. د هغه په خبره په دې موده کې نوموړی کډوال موقتي پناهندگي نه ترلاسه کوي.

وروسته له دریو کلونو څخه د یو کډوال وضعیت دوباره بررسي کیږي او که چیرې د دوی دلایل د منلو وړ نه وو خپل هیواد ته استول کیږي. میکل لایتنر زیاته کړه: «مخکې تر دې به اتریش د پناهندگۍ د غوښتنلیک تر منل کیدو چې یوازې څو میاشتې به یې دوام پيدا کوو تر نامحدودې نیټې پورې د اقامت اجازه ورکوله، خو وروسته تر دې دا وضعیت تغیر کوي.»

د نوموړي وزیر په خبره دغه خلک حتی تر دریو کلونو پورې یعنې تر څو چې د منل کیدو دوسیه یې څیړل کیږي باید له اتریش څخه ووزي او وروسته تر دې چې د پناه غوښتنه یې ومنل شي بیا نو کولې شي اتریش ته را وگرځي.

د اپوزیسیون مشرانو او کډوالو ته مرسته رسوونکو ټولنو حکومت ته خبردارې ورکړی دی چې دا ډول یو عمل به هیڅ گټه ونه لري او د کډوالو په ټولنیز ژوند کې به نورې ستونزې وزیږوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب