1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو د فوټبال په اړه د تياتر ننداره وړاندې شوه

پریویڅانوس کلاودیا/ نسیم صابر۱۳۹۲ خرداد ۱۲, یکشنبه

د برلين د «ترکي يم سپور» په نوم د فوټبال کلب ډېر مشهور دی، چې اوس يې د تاريخچې په اړه د تياتر يوه ننداره هم جوړه شوې ده. خو پوښتنه اوس دا ده چې د فوټبال د چمن او د ستيج په سر د آلمان د کډوالۍ تاريخ څه ډول شباهت سره لري؟

https://p.dw.com/p/18iWD
انځور: Mediateam Türkiyemspor

«زه بايد د محکومو خلکو له ليګ څخه د لوبې په واسطه راووځم. او زه به د محکومو له ليګ څخه د لوبې له لارې هرومرو راوځم»، دغه خبره آرده توپرک کوي، چې د تياتر د دغې نندارې اتل او ډېر پياوړی فوټبالر دی. د ۲۰۱۳ کال په می مياشت کې دغه ننداره د برلين کرويڅبېرګ د بال هاوس ناونين شتراسه، په تياتر کې په اوله دفع وښوول شوه.

موضوع يې د آلمان په تاريخ کې يو تر ټولو بريالی د کډوالو د فوټبال کلب دی. هغه ترکي يم سپور، نوميږي او ۳۵ کاله پخوا د فوټبال د مينه والو له خوا جوړ شو. هغه وخت يې نوم «ګېنچلر بيرګلي» وو. له دغه کلب څخه مخکې هم کډوالو په شپېتمو کلونو کې د فوټبال کلبونه جوړ کړي ول، خو ترکي يم سپور، يوازنی کلب دی چې د نوي يمو کلونو په سر کې ډېر بريالی وو او آن د دې چانس هم موجود و چې د آلمان د فوټبال دوهم ليګ ته ورداخل شي.

نېکو چېليک، چې د «محکومو د ليګ» د نندارې لارښود ډايرکټر دی، وايي: «د کلب ځانګړتيا يې د هغوی ډېر برياليتوب وو. بل داسې ترکي الاصله د فوټبال د مينه والو کلب نشته، چې په دومره کم وخت کې دغسې بريالی وو. دغه کلب د آلمان د دوهم ليګ دروازه هم ټکولې ده.»

چېليک پخپله د فوټبال مينه وال او د ګالاتازرای استانبول کلب له خوښوونکو څخه دی. دی د برلين ترکي يم سپور، هم ډېر ښه پېژني، ځکه چې زوی يې د پنځو کلونو راهيسې هلته لوبه کوي. کله چې دغه کلب له مالياتي مشکلاتو سره مخامخ شو، چېليک د تېر کال په پای کې د کلب څارونکې شورا ته وروغوښتل شو.

د «محکومو د ليګ» ننداره د ترکانو د فوټبال کلب شاليد هم ښېي او هم د آلمان د کډوالۍ تاريخ انځوروي. د نندارې ليکوال عمران آتايا د دغه نندارليک له پاره د ترکي يم سپور برلين له پخوانو او اوسنيو فعالينو سره مرکې کړې دي. چېليک چې زوی يې تر اوسه پورې په دغه کلب کې غړيتوب لري، د دغسې کلبونو د ارزښت او رول په هکله وايي:

«پخوا به د ترکانو دغه کلبونه لکه ترکي يم سپور ګټور وو ځکه چې هغوی به خپل موجوديت څرګنداوه. په دې ترتيب يې د خلکو حيثيت او احساساتو ته ګټه رسوله، ځکه چې په فوټبال کې هغوی بريالي ول. فوټبال هغه سپورټ دی چې په آلمان کې ډېر اهميت هم ورکول کيږي.»

دی زياتوي چې د ده د مور او پلار نسل پرته له دې ګونګی وو، ځکه چې هغوی اکثرا په آلماني ژبه هم نه پوهېدل. د تياتر په ننداره کې د ټيم روزونکی کوميونيس يوسف نوميږي او وايي چې «موږ د دې ثبوت ورکړ چې خارجيان په آلمان کې يو څه لاسته راوړلی شي، د دوشنبې په ورځ سړی سرلوړی کار ته ځي ځکه چې د اوونۍ په پای کې يې لوبه ګټلې ده.»

Frauenfußballteam Türkiyemspor Berlin, Besuch Sigmar Gabriel
انځور: picture-alliance/dpa

نوموړی زياتوي چې پخوا به د آلمان د فوټبال ټولنې ډي اف بي په مسلکي فوټبال کې يوازې دوه خارجيان پرېښودل چې په يو ټيم کې دې لوبه وکړي. دا چې په آلماني کلبونو کې بيا د هغو لوبغاړو شمېر ډېر شو، چې آلمانی پاسپورټ يې نه درلوده، نو د آلمان د فوټبال ټولنه هم په نوي يمو کلونو کې دغې ستونزې ته ځير شوه. په هغه وخت کې يې د «آلماني فوټبالر» اصطلاح رامنځ ته کړه. دا هغه لوبغاړي دي چې يو څو کاله يې په آلماني کلبونو کې لوبه کړې وي. هغوی د آلمان په مسلکي ټيمونو کې بيا آلماني لوبغاړي بلل کيږي، پرته له دې چې هغوی د آلمان تابعيت ولري.

روبرت کلاوس، چې د ترکي يم سپور د کلب د رسنيو په ټيم پورې تعلق لري، وايي چې «د برلين ترکي يم سپور د آلمان د ملي لوبډلې د پرانستل کېدو د تاريخ يوه برخه ده، چې د مسعود اوزيل په څېر لوبغاړي يې وروسته جذب کړل.»

ترکي يم سپور همداراز د نجونو د فوټبال په برخه کې هم مخکښه و. په ۲۰۰۴ کال کې د نجونو يوه ډله په کرويڅبېرګ کې جوړه شوه، چې يو کال وروسته بيا په يوه رسمي لوبډله بدله شوه.