1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کيف په «ميدان» کي تيرباران چا کړی دی؟

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۶, جمعه

د اوکرايين په کودتا کي څوک مسئول دي؟ د استونيا د بهرنيو چارو د وزير او د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د مسئولي ترمنځ تليفوني خبرو چي اورېدل سوي دي د کيف د قتل عام په اړه پوښتني راپورته کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BLnZ
انځور: picture-alliance/dpa

د روان کال د فيبرورۍ مياشتي د ۱۸ او ۲۰ نېټې ترمنځ د اوکرايين د پلازمېني کيف په «ميدان» چوک کي دوږخ ته ورته حالت رامنځ ته سوی وو. په دغه تاوتريخوالي کي چي هري خوا ته اورونه بل ول او د احتجاج کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډب روان وو، په يو ډول مرمۍ ډير انسانان په هدفي توگه وويشتل سول او ووژل سول، په وژل سوو کسانو کي امنيتي ځواکونه هم شامل دي.

د اوکرايین اپوزيسيون چي د غرب پلوی دی او اوس يې په کيف کي قدرت ترلاسه کړی دی، د ميدان د عام وژني پړه يې د هغه وخت د جمهور رئيس ويکتور يانو کوويچ پرغاړه ور اچوله.

خو اوس د استونيا د بهرنيو چارو د وزير اورماس پايت، او اروپايي ټولني د بهرنيو چارو د مسئولي کاترين اشتون ترمنځ د يوه تليفوني تماس له اوريدلو څخه چي اوس خپور سوی هم دی، داسی اټکلونه را پیدا شوی دی چی د کيف پر مظاهره کوونکو باندي به فيرونه د چا په امر سوي دي.

«د نوي دولت ستره بې اعتمادي»

د استونيا د بهرنيو چارو وزير اورماس پايت
د استونيا د بهرنيو چارو وزير اورماس پايتانځور: picture-alliance/dpa

دغه تليفوني خبري د فيبروۍ مياشتي پر ۲۶ نیټه کیف ته د ستونیا د بهرنيو چارو وزير تر سفر وروسته تر سره سوی دي. دا چي دغه تیلفونی خبري چا ثبت کړي او چا بيا خپرې کړي معلومه نه ده. په کیف کی د استونیا سفیر د تیلفونی خبرو د غږ اصلیت تائيد کړی دی.

له کيف څخه تر بيرته راگرځېدو وروسته د استونیا د بهرنيو چارو وزير، پایت په دغه تیلفونی خبرو کی خپل انگیرنه داسی څرگندوي چي «سړي ته وار په وار داسي ښکاري چي د کيف په ډزو کي د يانو کوويچ لاس نه، بلکي د داسي چا لاس وو چي اوس په نوي حکومت کي برخه لري.»

پايت، خپلي انگیرني تر ټولو زیات د يوې سیاسی فعالي او ډاکټري اولگا بگولوميڅ سره د خبرو په حواله څرگندوي. بگومولڅ ته چي د ميدان د اتلي په سترگه کتل کېدل او په نوي حکومت کي يې بايد مهم رول لوبولی وای، خو هغی په دغه حکومت کی برخه اخیستل رد کړی دی.

بگولوميڅ هغه ته داسي عکسونه ور ښوولي دي او ويلي دي چي د ټولو وژل سوو او ټپيانو سوو کسانو زخمونه يو شان دي او ټول په يو ډول مرمۍ ويشتل سوي دي.

پايت، په دغه تماس کي پر دې باندي بحث کوي چي په کيف کي نوی ائتلاف بايد دقيق تر غور لاندي ونيول سي، ځکه د ميدان په فعالانو کي د نوي دولت په اړه ستره بې اعتمادي موجوده ده.

پايت يې ردوي، خو بگولوميڅ يې روښانوي

خو دا انگیرینه چی گواکی د اوکرايين اپوزيسيون د ميدان په تاوتريخوالي کي ښکيل وو، د استونيا د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۵) د يوې بيانيې په خپرولو سره رد کړه. په بیانه کی راغلی دی چی : د بهرنیو چارو وزیر، پايت ويلي دي چي هغه په دې اړه ډېر خواشينی دی چي تليفوني خبري اورېدل کيږي: «دا چي دغه تليفوني تماس اورېدل سوی او خپور سوی تصادفي کار نه دی.»

بگولوميڅ بيا وايي چي د استونيا د بهرنيو چارو وزير د هغې د خبرو څخه سمه اخيسته نه ده کړې. هغې د انگلستان له «ديلي تلگراف» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي هغوی يعني د استونيا د بهرنيو چارو وزير يوازي د مظاهره کوونکو ټپونه وليدل نه د امنيتي ځواکونو. هيڅوک د يوه زخم په ليدلو سره ويلای نسي چي څه ډول وسلې کار سوي دي.

هغې زياته کړې ده: «زه هيڅ حقايق نه لرم چي يو څه په اثبات ورسوم.» د کيف نوي حکومت دې ته ډاډ ورکړی دی چي په دې اړه پلټني پيل سوي دي، «چي دوی داسي وايي نو زه په هغوی باندي باور لرم.»

د کيف په «ميدان» چوک کي اور لگېدني
د کيف په «ميدان» چوک کي اور لگېدنيانځور: Reuters

د کيف په قتل عام کي د لاس لرو په تور تراوسه پوري يوازي د يوه تن په اړه معلومات ورکړل سوي دي چي هغه د اوکرایين په کورنيو چارو وزارت کي د روسيې پلوی يو لوړ پوړی چارواکی دی. د کيف د عمومي څارنوالي په خبره د هغه په اړه اوس څېړني رواني دي.

«دا بې معنی دي»

د لومړي وزير ارسيني ياڅينوک د «پلار وطن» گوند يوه وياند د «کيف پوست» ورځپاڼي سره په خبرو کي د کيف د ميدان په ډزو کي د اپوزيسيون د لاس لرلو د گومانونو په اړه وويل هغه څه چي زه يې په دې اړه ويلای سم هغه دا دي چي دا ټول «بې معنی دي».