1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار ځواکمن امنيه قوماندان طالبانو ته پناه ورکوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د کندهار ځواکمن امنيه قوماندان هغو طالبانو او کورنیو ته یې پناه ورکوي چې له پاکستانه افغانستان ته کډه کیږي. هغه له خپلې دې افراطي پالیسي سره غواړي پر طالبانو باندې د پاکستان نفوذ راکم کړي.

https://p.dw.com/p/2bzGa
Symbolbild Taliban
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د تیر کال په دسمبر میاشت کې د کندهار امنيه قوماندان عبدالرازق، د طالبانو له پاره د «امنو ځایونو» غوښتنه وکړه. د دې کار هدف د افغانستان هغه ادعا وه چې ډیری طالب مشران په پاکستان کې میشت دي، افغانستان ته د هغوی په رالیږدولو سره به پر دې ډلې باندې د اسلام آباد نفوذ راکم شي.

امنیتي سرچینې وایي چې له هغه وخت راهیسې شاوخوا ۱۲ طالب یاغیانو په کندهار ولایت کې پناه اخیستې ده. دغه یاغیان چې پکښې لوړپوړي قوماندان او کښته جنګیالي شامل دي، د جنرال رازق د باور وړ همکار سلطان محمد له خوا دې ته راضي شوی دی چې پاکستان پریږدي او افغانستان ته راشي.

د دغو کسانو له ډلې څخه، درو تنو یې د فرانسې له خبري آژانس سره د کندهار له یوه نامعلومه ځایه تلیفوني خبري کړي دي. دغو درو واړو کسانو ویلي دي چې ورته بالقوه مصئونیت ورکړل شوی او ځینې یې د دې په بدل کې چې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ولار نه شي، نغدي پیسې او د اوسیدو له پاره کورونه ورکړل شوي دي.

۳۷ کلن ملا عبدالروف، چې د طالبانو د اقتصادي کمیسیون پخوانی غړی دی، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «سلطان محمد راته وویل: خپل هیواد ته دې راشه، خپل وطن ته پرته له کومې ویرې. زه تضمین کوم چې څوک به کار در و نه لري.»

عبدالروف زیاته کړه: «هغه پخپله پولې ته له خپل موټر سره راغی چې زما د کورنۍ هرکلی وکړي.»

د طالبانو دغه جنګیالی د روان کال په پیل کې په کویټه کې له طالبانو بیل شو، او بیا له خپلو درو ښځو او ماشومانو سره افغانستان ته راغی.

د سرچینو په حواله، کندهار ته د راغلو نورو پخواني طالبانو په ډله کې د دې ډلې لوړ پوړی قوماندانان معلم پاینده او محمدالله خان چې د ډاکټر خلیل په نوم هم شهرت لري، شامل دي.

که څه هم د څو تنو طالب قوماندانانو راتګ به د افغانستان جګړه پای ته و نه رسوي، خو دغه موضوع دې ته اشاره کوي چې افغان چارواکي غواړي طالبان له پاکستانه افغانستان ته ولیږدوي.

خو د طالبانو داسې غړو ته چې په جګړو کې يې ونډه اخیستې وې او لاسونه یې په وینو ککړ وي، د شطرنج یوه ډیره جنجالي لوبه ده.

طالبانو تیره اوونۍ په بلخ ولایت کې د افغان پوځ پر یوې اډې باندې یو ډیر خونړۍ برید وکړ او ۱۴۴ کسان یې ووژل. د دې پیښې له کبله د طالبانو پر وړاندې قهر او غوسه ډیره شوې ده.

خو په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه مخ پر تودیدو ده، سلطان محمد، غواړی چې د یو شمیر طالبانو په راړولو سره په وضعیت کې یو څه ښه والی راولي: «د دغو طالبانو راتګ به د نورو له پاره هم لار هواره کړي.»

خلیل وایي چې اوس طالبان په ده پسې دي او که لاس ته یې ورشي، نو و به یې وژني: «هغوی غواړي چې ما ووژني ځکه زه له تحريکه وتلی يم.»

خو کله چې خلیل افغانستان ته راغی، نو سلطان محمد ورته کور ورکړ، خوراکي مواد یې ورته برابر کړل او د میاشتې ۲۰۰ ډالر ورته ورکول کیږي. اوس هغه هم له محمد سره مرسته کوي چې په پاکستان کې د میشتو نورو طالبانو د تلیفون شمیرې وموندي او هغوی د افغانستان راتګ ته وهڅوي.

خلیل وویل: «ډیر کسان له جګړې ستړي شوي دي او غواړي بیرته راشي. هغوی په هغې غاړه کې د پاکستان له استخباراتي سازمانه ویره لري او دلته د نیول کیدو او ربړول کیدو له ویرې نه راځي.»

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د کندهار پر دغې ستراتیژي باندې نظر ور نه کړ او یوازې یې وویل چې طالبان کولای شي چې افغانستان ته راشي. خو یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې حکومت پلان لري سږ کال د طالبانو لوړ پوړي غړي له پاکستان څخه افغانستان ته په راتګ تشویق کړي.

خو یو شمیر کسانو بیا پر دې سیاست باندې نیوکه کړې ده. کابل میشته څیړونکي رحمت الله امیري، ویلي دي: «طالبان خو یو، دوه او یا هم درې سوه نه دي. هغوی په زرونو دي، او ټول یې هم په پاکستان کې میشت نه دي. دغه پلان څرنګه کولای شي چې  اغیزه ولري.»