1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار سوداګرو له پاره د اړيکو او معلوماتو مرکز پرانيستل سو

ابراهیم سپیڅلی/ کندهار۱۳۹۳ تیر ۲, دوشنبه

په کندهار ښار کې د سوداگرو له پاره د اړیکو او معلوماتو مرکز پرانیستل سو. دغه مرکز دامريکا د سوداګرۍ خوني په مالي لګښت خپلي چاري پېل کړې. د کندهار د چارواکو په وینا دغه ودانۍ د کندهار د سوداگرۍ خونې له خوا ورکړل سوې ده.

https://p.dw.com/p/1CO8X
انځور: DW

د سوداګرو د اړيکو او معلوماتو د مرکز مسؤل فضل احمد انيس، په وینا د سوداګريزو اړيکو اومعلوماتو په ياد مرکز کي د سوداګرو له پاره انټرنيټ کيفې، کنفرانس خونه او نوري اسانتياوي چمتو کړای سوي دي.

انيس زياتوي، له دې لاري کندهاري سوداګر کولاى سي چې د مزار، کابل، هرات او ننګرهار ترڅنګ په يوشمير باندنيو هيوادونو کي هم له سوداګرو سره خپلې تجربې شريکي کړي او د هغوى له تجربو څخه هم ګټه واخلي، ترڅو په کندهارکي تجارت نوره هم وده وکړي:

«پر يادو ولايتونو سربيره موږ د دوى اړيکي له پنځو هيوادونو[قزاقستان، امريکا متحده ايالات، پاکستان، عربي متحده امارات، هندوستان] سره عملا تړلي دي. سوداګر کولاى سي چي له دغه مرکز څخه په ګټې اخيستلو خپله سوداګري يادو هيوادونو ته هم وغځوي.»

کندهاري سوداګرد اړيکو او معلوماتو د مرکز په فعاليدو خوښ دي. سوداګر وايي، د دغسي يو مرکز جوړېدل يې هيله وه. د سوداګرو په خبره، مخکي يې سوداګريزي اړيکي او معلومات محدود وو، لاکن اوس کولاى سي چي د همدې مرکز له امکاناتو څخه په ګټې اخيستني په کور دننه او له باندنيو هيوادونو سره په چټکۍ سره سوداګريزي اړيکي ونيسي او زيات معلومات ترلاسه کړي.

سوداګر وايي، اوس دوى کولاى سي چي خپلې تجربې نورو تجارانو ته او د نورو سوداګرو له تجربو څخه همدلته په کندهار کي ګټه واخلي، تجارت ته وده ورکړي او بالاخره زياتو کسانو ته د کار زمينه چمتو کړي:

«د دې ځاى جوړېدل زموږ له پاره يوه ښه لاسته راوړنه ده. موږ کولاى سو چي له دې ځايه په اسانۍ او اتحاد سره خپل معلومات له نړيوالو سره شريک کړو او د هغو له معلوماتو بيا خپله ګټه واخلو.»

سوداګر وايي چې غواړي چي په نړېوال معيار برابر ورکشاپونه هم ورته جوړ سي، ترڅو په تيوريکي ډول د سوداګرۍ په لارو چارو وپوهيږي.

د کندهار د سوداګرۍ د اړيکو د مرکز مسؤلين د تجارانو ياده خبره پرځاى ګڼي او وايي چې د خپلو کارونو په لړ کي يې پنځه مهم سوداګريز ورکشاپونه په مهال وېش کي ځاى کړي دي او د دغو ورکشاپونو په جوړېدو سره به د کندهاري سوداګرو تجارتي نظريې په بېلا بيلو اړخونو کي پياوړي سي:

«د سوداګرو دغه غوښتنه موږ ترمخه لا په پام کي نيولې ده او په نزدې راتلونکي کي موږ د دوى له پاره په بېلا بيلو برخو کي مهم ورکشاپونه په پام کي نيولي دي او د دې ورکشاپونو په عملي کيدو سره به زموږ د سوداګرو پوهنيزه کچه نوره هم لوړه سي.»

دا لومړى ځل دى، چي په کندهار کي د سوداګرو له پاره يوداسي معلوماتي مرکز جوړيږي. تردې وړاندي سوداګرو يوازي په عنعوي ډول تجارت کاوه، ليکن اوس به يې د اړيکو د پراخيدو ترڅنګ سوداګري هم د دوديزي بڼي پرځاى عصري بڼه غوره کړي.