1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار د چاودنې وروستي جزئیات

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

د کندهار ولایت مقام په مېلمستون کي د چاودني په ترڅ کې د مرگ ژوبلې د قربانیانو په هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کیږي. په ټپیانو کې د کندهار والي او د متحده عربي آماراتو سفیر هم شامل دي. طالبان وایي په برید کې لاس نه لري.

https://p.dw.com/p/2VbEn
Afghanistan Anschlag in Kandahar
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د چهارشنبې په ورځ دویچه وېله، ته وویل چې په دې پيښه کي ۱۲ تنه ټپیان سوي او ۵ وژل سوي دي. د ده په قول په ټپیانو کي کندهار والي او د متحده عربي آماراتو سفیر هم شامل دي. خو نوموړي د نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق دویچه وېله ته وویل چې چاودنه په چوکیو کي د ایښوولو سویو چاودېدونکو له امله رامنځته سوي ده.

یوه امنیتی سرچینه، چی نه غواړي نوم او ږغ يې خپور سي المان ږغ ته وویل، په دې چاودنه کي ۱۲ تنه وژل سوي دي، چي په وژل سویو کي مرستیال والي عبدالعلي شمسي، په امریکا کي افغان ديپلوماټ یما قریشي، د کندهار د بهرنیو چارو مسؤل شاه احمد سعید او ځیني عرب دیپلوماتان شامل دي.

خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بیا د مرستیال والي عبدالعلي شمسي، وژل نه مني او وايي، چي سخت زخمي دی.

د سرچیني په قول ۱۲ نور تنه ټپیان دي، چي په ټپیانو کي د حامد کرزي د کاکا زوی هاشم کرزی او د سوداګرۍ خوني مرستیال ورورحاجی محمد صدیق مومند، هم شامل دي.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسؤلین هم وايي چې دوی ته ۱۲ ټپيان وروړل سوي، چي یوشمیر سطحي او ځیني د سختو ټپونو له امله کندهار هوايي ډګر ته وړل سوي دي.

یوه بله امنیتی سرچینه بیا وايي، کندهاروالي ډاکټرهمایون عزیزي اود عرب متحده اماراتو سفیر جمعه الکابي هم د کندهار هوايي ډګر ته وړل سوي دي. د معلوماتو له مخي په وژل سویو کسانو کي پنځه تنه سخت سوځیدلي، چي د پېژندلو نه دي. خبري آژانسونو هم د پنځو عربي چارواکو د وژل کیدو رپوټونه ورکړي دي.

د کندهار ولایت مقام ته ټولي غزیدلي لاری د ترافیک پر مخ تړل سوي دي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره شوې بیانیه کې بیا په دغه برید کې لاس لرل رد کړي. د سه شنبې ورځ په افغانستان کې یوه له خونړیو ورځو وه چې د پلازمینې کابل په شمول په هلمند او کندهار ولایتونو کې چاودنې وشوې چې تر ۵۰ پورې کسان پکښې ووژل شول. د وروستیو رپوټونو له مخې د کابل په بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمیر تر ۳۰ اوښتی دی. د دغه برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې وه.