1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

کندهار: په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کي موټر بم بريد سوی

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

د کندهار چارواکي وايي چي د دغه ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ پر امنيتي قوماندانۍ په بريد کي ۳ پوليس وژل سوي او ۱۴ټپيان سوي دي. بريد په يوه کاماز موټر سوی دی.

https://p.dw.com/p/3ewJm
انځور د يوې بلي پيښي دی
انځور د يوې بلي پيښي دیانځور: Reuters/A. Nadeem

د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي دویچه ویله ته وویل، چي د چهارشنبې په سهار درې نیمي بجې وسله والو طالبانو د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ د تعمیر مخ ته موټر بم چاودنه کړې، چي په دې چاودنه کي ۳ پولیس وژل سوي او ۱۴ ټپیان دي.

د هغه په خبره هم د امنيې قوماندانۍ او هم د ولسوالۍ ودانيو ته سخت زيان رسېدلی دی او دوی د بريد په اړه خبر ول: »د وسله والو طالبانو په دغه برید کشفي ارګانونه مخکي له مخکي خبر ول، چي د یاد کاماز موټر په لیدولو سره يې پر هغه ټکان کړي او موټر چاودنه کړې ده.«

یوې بلي امنیتي سرچینې بیا ويلي دي چي په دې پېښه کي د شاه ولی کوټ د امنیه قومندان پاچا خان په ګډون ۲۰ ملي پولیس ټپیان سوي او ۳ وژل سوي دي.

د سرچینې په قول، د پيښي ټول قربانیان ملي پولیس دي او په دې درنه چاودنه کي د ولسوالۍ او قومندانۍ ودانۍ هم ډیري تاواني سوي دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته ددغه برید مسؤلیت منلی او ملي پولیسو ته يې د درنې مرګ ژوبلي اړولو ادعا کړې ده.

شاه ولي کوټ د کندهار او روزګان پر لویه لار پرته مهمه ولسوالي ده. په دغه ولسوالۍ کي د دهلي د اوبو بند هم موجود دی، چي د کندهار نورو ۷ ولسوالیو ته اوبه ورکوي. هره جمعه په زرهاوو کندهاریان دغي ولسوالۍ ته د میلې لپاره ځي.

عام کندهاریان له دولته غواړي، چي د ښه امنیت خوندي کولو له پاره لاس په کار سي، ځکه یوازي تیره شپه په کندهار ښار کي د ننه په ۳ بیلا بیلو غلچکي بریدونو کي له دولت سره د تړاو په تور ۳ کسان وژل سوي دي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار