محمد ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۷ تیر ۱۱, دوشنبهشالمار په کندهارکي د هغي کلنۍ میلې نوم دی، چي هرکال د پسرلي په موسم کي د ارغنداب په ولسوالۍ کي جوړیږي. په دې میله کي تر ډیره د هغو ولسوالیو خلک زیاته برخه اخلي، چي په سیمه کي يې رواني اوبه لږ وي. دغه میله د احمدشاه بابا د سلطنت راهیسي په کندهارکی هرکال لمانځل کیږي، چي په زرهاوو میله وال پکښي ګډون کوي. دا چې په دې میله کې خلک څه کوي، په هکله یې جزئیات له کندهاره په دې غږیز مطلب کې اوریدلی شئ.