1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د دشت ارچي ولسوال ووژل سو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۸, جمعه

یوه ځانمرگي برید کوونکي د جمعې په ورځ د کندز ولایت په ارچي ولسوالۍ کې برید وکړ چې په پایله کې یې د ارچي د ولسوال په گډون اووه نور کسان ووژل شول. پېښه د یو مسجد پر وړاندې د فاتحې تر مراسمو وروسته رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/19Ysm
--- DW-Grafik: Peter Steinmetz
Karte Afghanistan Provinz Kunduz Englischانځور: DW

د بريد هدف ښايي د ارچي ولسوال وو. په ځانمرگي برید کې همداراز یوولس تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. د ټپي شویو کسانو په ډله کي یو شمیر ملکي وگړي هم شامل دي.

د کندز ولایت والي محمد انور جگدلک، له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې د دشت ارچي ولسوال د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د دریدو روحیه لرله. هغه وویل: «دی د امنیت د ټینگښت په برخه کې ډیر مهم سړی وو [...] دی د دښمن د سترگو خار وو نو له همدې کبله یې هغه په یوه ځانمرگي برید کې وواژه.»

د کندز والي زیاته کړه چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې خپل حضور وښيي. هغه زیاته کړه: «دوی پر دشت ارچي باندي ډیر فشار راوړي چې هلته خپل یو مرکز جوړ کړي.»

په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې ډیر خونړي بریدونه ترسره شوي دي. له دې سره نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنې لا پسې ډیرې شوې دي.

د دغه بريد پړه تر اوسه پوري کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو د دغه شان بريدونو پړه اکثره وخت طالبان پر غاړه اخلي.

ویل شوي دي چې د برید پر مهال د دشت ارچي ولسوال سعید صدرالدین، له یو شمیر قومي مشرانو سره له یوه مسجد څخه د راوتلو په حال کې وو. دغه سیمه ییز چارواکي مسجد ته د فاتحې په مراسمو کې د گډون له پاره راغلی وو.

سعید صدرالدین له ۲۰۰۲ کال راهیسې د طالبانو پر ضد جگړه فعاله ونډه لرله. د کندز ولایت یوه ویاند عنایت الله خالد، وویل: «چارواکي د لمونځ کولو په حال کې ول چې ځانمرگی برید وشو.»

طالبان وخت نا وخت د افغان حکومت، مرستندویه موسسو او بهرنیو ځواکونو افغان همکاران په نښه کوي. تر دې مخکې په روانه اوونۍ کې طالبان شپږ تنه چې د دولت له پاره یې کار کاوه په هرات ولایت کې ووژل شول.

په روانه اوونۍ کي ډیر شمیر افغان امنیتي ځواکونه هم د بیلابیلو پېښو په پایله کې وژل شوي دي. په روانه اوونۍ کې په فراه ولایت کې ۱۵ او په غزني کې څلور تنه امنیتي ځواکونه د افغان حکومت د وسله واله مخالفینو د کمینونو په پایله کې ووژل شول. پر دې سربیره په هلمند ولایت کې هم د بهرنیو ځواکونو پر یوه کمپ باندي برید وشو چې پایله کې یې څو تنه افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.

روانه اوونۍ د افغان ملکیانو له پاره هم ډیره خونړۍ وه. په دې اوونۍ کې بېلا بیلو پېښو کي ۲۰ تنه ملکیان ووژل او له ۵۰ څخه ډیر نور یې ټپیان کړل.