1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کشمیر په موضوع کې د پاکستان امکانات محدود دي؟

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د نوي دهلي له لوري د هند تر ولکې لاندې کشمیر څخه د ځانګړي نیمه خپلواکه حیثیت د بیرته اخیستو پریکړه سخته غندلې ده. خان په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3NVGN
Indien Kaschmir-Konflikt nach Änderung Artikel 370
انځور: AFP/R. Bakshi

یوه ورځ وروسته له هغې چې هند له جمو او کشمیر څخه د نیمه خپلواکه حیثیت په بیرته اخیستلو په اقدام سره نړۍ سربداله کړه، د پاکستان لومړي وزیر نوي دهلي ته خبرداری ورکړی چې دغه ګام به یې ناوړي عواقب ولري.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان ګډې بیړنۍ غونډې ته په خپله وینا کې عمران خان وویل چې د پاکستان حکومت پر دیپلوماتیکو او پوځي امکاناتو باندي غور کوِ چې پر هند فشار زیات کړ.

عمران خان په خپله وینا کې د هند واکمن بهارتیه جنتا ګوند (بي جی پي) د «راسیستي ایدیالوژۍ» په تعقیبولو تورن کړي. د عمران خان په خبره هغوی د خپل هیواد او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي، څو خپله ایدیالوژي تقویه کړي.

خان دا هوډ هم څرګند کړ چې د هند پریکړه به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې چیلينج کړي او په دې تړاو یې د نړیوالې ټولنې څخه یې په دې تړاو د اقدام غوښتنه وکړه.

عمران خان پارلمان ته په خپله وینا کې وویل: «زه غواړم دا خبره روښانه کړم چې موږ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګډون په هر فورم کې د دې موضوع له پاره مبارزه وکړو.» عمران خان دا هم وویل چې پر دې موضوع به د بیلابیلو هیوادونو له مشرانو سره وغږیږي او د جزا نړیوالې محکمې ته به یې یوسي.

عمران خان دا وړاندوینه هم وکړه چې د هند دغه اقدام به د همالايا په سیمه کې ناکراري نوره هم زیاته کړي: «د پلوامه په څیر پيښې ښایي رامنځ ته شي.» په دې سره د عمران خان اشاره د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په فبروري میاشت کې رامنځ ته شوي ځانمرګي برید ته وه چې پکې ۴۰ هندي امنیتي ځواکونه وژل شوي ول. عمران خان وړاندوینه وکړه چې «بیا به د دې غبرګون له پاره موږ مسئول ګڼل کیږو.»

د پاکستان امکانات محدود دي؟

عمران خان دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د پاکستان پوځ د جګپوړو قوماندانانو تر غونډې وروسته د کشمیریانو د کلک ملاتړ ډاډ ورکړ. تر دې دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د هند دغه اقدام «په کلکه غندي». د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، دغه موضوع د اسلامي همکاریو سازمان ته وړاندې کړه څو د اسلام آباد دریځ له پاره د دغه سازمان ملاتړ تر لاسه کړي.

پر دې سربیره عمران خان د مالیزیا او ترکیې له مشرانو سره خبري کړي، څو د هغوی ملاتړ راخپل کړي.

Imran Khan Pakistan Premierminister
انځور: picture-alliance/AA/Iranian Presidency

خو څارونکي په دې آند دي چې د پاکستان امکانات محدود دي. د هند پراخوالي او نفوذ ته په کتو سره، دغه هیواد بااعتماده بریښي چې ستر نړیوال قوتونه به د کشمیر په شخړه کې ښکیل نه شي.

په تیرو وختونو کې د اسلام آباد دا هڅې نه دي بریالۍ شوي چې په کشمیر کې د هند ادعا شوي ظلمونو ته د نړیوالو توجه ورواړوي.

کله چې تیره میاشت د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له عمران خان سره په ملاقات کې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر په موضوع کې د منځګړتوب وړاندیز وکړ، نو پاکستان یې هرکلی وکړ خو نوي دهلي بیا دا رد کړه. هند په تکراري ډول ویلي دي چې دغه شخړه د دوو هیوادونو تر منځ ده او د دریم اړخ مداخله ردوي.

پاکستاني شنونکي وایي چې داسې بریښي چې اسلام آباد د چین پر ملاتړ حساب کوي. د سه شنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ، وویل چې پيکینګ، په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په هکله «جدي اندیښمن» دی: «د کشمیر د موضوع په هکله د چین دریځ روښانه او باثباته دی. دا نړیواله اجماع هم ده چې د کشمیر موضوع هغه یوه موضوع ده چې له پخوا راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ پاتې ده.» ویاندې په خپلو ځرګندونو کې دا هم ویلي وو چې دواړه اړخونه باید آرامه پاتې شي او عاقلانه اقدام وکړي. خو شنونکي په دې باور دې چې داسې انتظار نه لري چې دغه ډول دیپلوماتیکې بیانیې په عمل کې تطبیق شي.

د هند د ویشل کیدو د وخت تاریخي پيښي

پوځي انتخاب؟

داسي اندیښنې شته چې د نړیوال اقدام نشتوالی به پاکستاني لور ته هغه کړۍ وهڅوي چې د هند ضد جهادي ډلو د ملاتړ پلویتوب کوي.

د پاکستان پر پوځ باندې له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان او کشمیر کې د جهادي ډلو ټپلو د ملاتړ تور پورې کیږي. که څه هم د هند پر وړاندې د دغسې ډلو ټپلو کارول ښايي جالبه وي، خو اسلام آباد لا تر مخه له سخت نړیوال فشار سره مخامخ دی چې په خپله خاوره کې د فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو ملاتړ له منځه یوسي.

پاکستان نن سبا له سختو امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی. تیر کال د مالي اقدام نړیوالې ډلې (فایننشل اېکشن ټاسک فورس) پاکستان د خپل څارنې په لېست کې شامل کړ. دا په دې معنی چې دغه هیواد د پیسو د سپینولو او ترهګرۍ د تمویل پر ضد مبارزه کې له «جوړښتي نیمګړتیاوو» سره مخامخ.

پر دې سربیره پاکستان له سختو اقتصادي ستونزو څخه هم کړیږي او دغه هیواد دې ته اړ ته شو چې د خپلو پورونو د قسطونو د ادا کولو له پاره د مرستې له پاره د نړیوال وجهي صندوق دروازه وټکوي. نړیوال وجهي صندوق د پاکستان د کمزوري اقتصاد سره د مرستې له پاره شپږ میلیارده ډالره پور منظور کړ، خو اسلام آباد ته د دغو ضروري پیسو د ورکړې له پاره دغه هیواد اړ دی چې د ترهګرو ډلو تمویل ته د پای ټکی کیږدي.

Karte Grenzgebiete Kaschmir EN

شنونکي وایي چې د پاکستان پوځ ښایي په کشمیر کې د کنترول کرښې په اوږدو کې د هند له لوري د ځواکونو ځای پر ځای کولو په غبرګون کې نور عسکر هلته واستوي، خو د یوه پوځي تقابل امکان کم دی.

پارلمان ته په خپله وینا کې عمران خان دا خبره تکرار کړه چې پاکستان له هند سره جګړه نه غواړي. خو هغه ټینګار وکړ که چیرې پرې حمله وشوه نو اسلام آباد به یې په کلکه ځواب ورکړي: «نو بیا به څه وشي؟ هغوی به پر موږ برید وکړي او موږ به هغې ته غبرګون وښیو او دواړو لورو ته به جګړه وي... خو که موږ جګړه وکړو تر خپلې وروستۍ څاڅکي وینې پورې به وجنګیږو، خو د جګړی ګټونکی به څوک وي؟ هیڅوک به دا [جګړه] ونه ګټي او د ټولې نړۍ له پاره به ناوړه عواقب ولري.»

شاه زیب جیلاني