1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کشمیر خراب اقتصادي حالت او سخته بیکاري

۱۳۹۸ مرداد ۱۹, شنبه

په هندي کشمیر کي بیکاري د هندوستان د نورو سیمو په نسبت دوه چنده ده، اقتصاد او سیاحتي څانگي یې د دوامدارو نا آرامیو په وجهه د سخت خراب حالت سره مخامخ دي. کشمیرهرڅه لري:زراعتي محصولات،وړۍ، زرغونې درې، رڼې ویالې او ډنډونه.

https://p.dw.com/p/3NhAU
Indien Kaschmir Srinagar
انځور: picture-alliance/Design Pics/C. Caldicott

کشمیر اصلأ هرڅه لري، دمڼو او زردالو دفارمونو څخه نیولې تر زرغونو درو ، ښیښې غوندي  رڼې ویالې او ډنډونو پوري. دا ټوله د نړۍ د سیاحتي او ټوریسټي څانگو دپاره ډیر ښه امکانات دي، چي دغه منطقه د دنیا د نورو برخو سره وصل او یوه ښه عایداتي منبع یې وگرزي. خو د هندوستان د مرکزي حکومت او کشمیري مظاهره کونکو او بیلتون غوښتونکو تر منځ د دوامداره نښتو او کشمکشونو په دلیل ډیر لږ کسان امادگي ښکاره کوي، چي هلته سرمایه گذارۍ وکړي. د هندوستان هغه وروستئ اقدام ، چي پر اساس یې د کشمیر نیمه خودمختاري موقف له منځه یووړ، هم به په دغه خراب حالت کي ښه والی رامنځته نه کړي.

لکه څنگه چي د 'PropEquity' په نامه د املاکو د بازار د څيړني مرکز، اجراییه رییس او مؤسس، سمیر جاسوجا المان ږغ ته وویل، دا چي د کشمیر د موقف تر تغیریدو وروسته به د املاکو په بازار کي تحرک رامنځته سي، دا د امکان څخه لیري خبره ده او اوس د دې خبري اټکل نسي کیدلای. دی اضافه کوي، چي «جمو او کشمیر اصلأ د املاکو د شرکتونو په توجه کي شامل ندی.«

Kaschmir Dal-See in Srinagar
انځور: Getty Images/AFP/T. Mustafa


په خبره یې اول باید دا اطمینان حاصل سي، چي هندي ضد فعالیتونه نه تر سره کیږي. ځکه به نو د املاکو څانگه شپږ تر دوولسو میاشتو پوري د اوضاع پرمختگ ته انتظار وباسي.

د کشمیر د پوهنتون د اجتماعي علومو دپوهنځۍ پخوانئ رییس، نثار علي بیا وايي، هلته چي سیاحتي او ټوریسټي څانگي فعالیت هم کوي، اکثرأ د خرابي زیربنأ په سبب د مشکلاتو سره مخامخ دي. د صدراعظم نارندرا مودي د مخابراتي تحریم په سبب د سرینگر علمي تأسیساتو او پوهنتون ته د ورځو راهیسي لاسرسی ممکنه ندی.

نثار علي، چي په عین حال کي د جمو او کشمیرد مالي کمیټې غړی هم دی، د همدې کال په اپریل کي د هندوستان اقتصادي مجلې "livemint" ته د برق دخرابي تهیې او کمبود په باب لیکلي وه، چي «هغه د دولت د پرمختگ خنډ گرزي.«

دا چي د دغي کمیټې سرنوشت به د کشمیر د خودمختارۍ تر تغیریدو وروسته څنگه کیږي، هغه هم معلوم ندی.

Grenzkonflikt Indien China Ladakh
انځور: Rouf Bhat/Afp/Getty Images

زراعت او سیاحت ته لومړیتوب

د کشمیر او جمو تقریبأ ۸۰ فیصده اقتصاد زراعتي دی. دلته اوربشي، غنم، وریجي ،ډول ډول میوې او زعفران کرل کیږي. دغه منطقه په کشمیري لاسي صنایعو، لکه غالیو، وړیو او وریښمو باندي ډیره مشهوره ده. د کشمیري بزو څخه کشمیرۍ وړۍ حاصلیږي، چي په ټوله دنیا کي یې شهرت پیدا کړی دی. خو هغه د دوامدراه ناآرامیو او نااطمینانیو په سبب اوس په دې منځ کي په چین او مغولستان کي هم تولیدیږي.

دغو ناآرامیو نه یوازي لوی او متوسط شرکتونه، بلکه کوچني شرکتونه هم د خراب حالت سره مخامخ کړي دي. د دې ترڅنگ اداري فساد او اختلاس خپل اوج ته رسیدلی دی، چي دا هم د سیمي د اقتصادي ودي لوی خنډ گرزي.

زموږ د آرشیف څخه یوه انځوریز البوم:(12.03.2017 )