1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د کریکټ د نړیوالې شورا په اپلیکشن کې پښتو ور زیاتیږي

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

د کریکټ د نړیوالې شورا په کلنۍ ناسته کې افغانستان ته د ۲،۵ میلیونه ډالرو اضافي بودیجي د ورکړې ترڅنګ ژمنه شوې چې د شورا په اپلیکشنونو، یا اړیکو د جوړولو په برخه کې د نورو ژبو ترڅنګ به پښتو ژبې ته هم ځای ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/3Mcdc
Bangladesh  gegen  Afghanistan - ICC Cricket World Cup
انځور: picture-alliance/dpa/A. Davy

د افغانستان کریکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کریکټ په نړیواله شورا کې د ښو لاسته راوړنو خبر ورکړی دی. کریکټ بورډ وايي چې د آی. سي. سي. یا د کریکټ نړیوالې شورا افغانستان ته د دوه نیم میلیونه ډالرو اضافي پیسو د ورکړې پریکړه کړې او د کریکټ بورډ فعالیتونه یې ستایلي دي. دغه ناسته د انګلستان په لندن ښار کې د روانې جولای میاشتې له ۱۵ نه تر ۱۸ نیټبې پورې ترسره شوه.

سربیره پر دې، کریکټ بورډ په اعلامیه کې دا هم ویلي دي چې د افغانستان په شل اوریز غوره لیګ کې د فساد په هکله د اقداماتو راپور هم له نړیوالې شورا سره شریک کړل شو او زیاتوي چې سږ کال به د دغه غوره لیګ دوهم پړاو هم ترسره شي.

د اعلامیې په بله برخه کې راغلي: « د کریکټ په اپلیکېشن یا د اړیکو جوړولو په برخه کې د نورو ژبو سربېره د خلکو د غوره

پوهاوي لپاره پر پښتو هم لیکل کېږي.» هیره دې نه وي چې تر دې وړاندې د انګلیسي ژبې ترڅنګ په هندي، بنګالي او اردو ژبو کې یو لړ معلومات د کریکټ له مینوالو سره شریکیدل.