1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا څخه مسجدونه او کلیساوي هم نه دي خلاصې

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

د داسي سختو بحرانونو لکه کرونا پر وخت چي انسانان اصلأ باید خپلو عبادت ځایونو ته ولاړ سي او عبادتونه وکړي، اوس هغه هم د همدغه ویروس څخه د بیري له وجي یو په بل پسې تړل کیږي.

https://p.dw.com/p/3ZuYq
Symbolbild Muslime in den Niederlanden
انځور: picture-alliance/ANP/R. Koole

د آسیا دیني رهبران د عبادت ځایونو او دیني مراسمو د بې قید وشرط تړلو او بندولو سره مخالف دي. په سنګاپور او ډیره لا د جنوبي کوریا د عیسوی پروټستانانو په ټولنو کي کرونا ډیره شیوع کړې ده او ډیری کسان په اخته سوی دي.

په مالیزیا کي د فبرورۍ میاشتي په پای کي د ۱۶۰۰۰ زرو پوري هغه انسانانو د جملې څخه ،چي د کوالالمپور په یوه مسجد کي یې بین المللي اسلامي کنفرانس جوړ کړی ؤ، ډیری یې په کرونا ویروس باندي اخته سوي دي. په کرونا اخته سوو ۸۴۰ تنو څخه دوه پر دریمه یې هغه کسان دي، چي مسجدونو او زیارتونو ته تللي او په ګډه سره یې عبادتونه تر سره کړي دي.

په برونای،کمپوچیا، تایلنډ، اندونیزیا، ویتنام او فلیپین کي هم اکثرأ کسان د ګډو عبادتونو پر وخت په کرونا ویروس باندي اخته سوي دي.

Indien Impressionen von Sharique Ahmad
بودایي عبادت کونکيانځور: Sharique Ahmad

د هغو ۳۰۰۰ پاکستانیانو له جملې څخه ، چي د ایران زیارتو ته تللي او بیرته پاکستان ته راغلي دي، اکثریت یې په کرونا ویروس باندي اخته سوی دي. مثلأ ددغه هیواد د یو بانفوذه محافظه کار سني دیني عالمانو یو غورځنګ، بريلوي د دې اوونئ په اخره کي پلان سوي کنفرانس څخه نه تیریږي. ددغه غورځنګ یوه واعظ وویل چي «که خدای وغواړي هیڅوک نه مریضیږي.«

په ډیرو اسیايی هیوادو کي د مذهب او سیاست تر منځ نژدې ارتباط اوس یو مشکل ګرځیدلی دی. دمالیزیا څخه نیولې تر اندونیزیا، سري لنکا، هندوستان او پاکستان پوري د هر هیواد مذهب د نايونالستي حاکمو حزبو مهم جزء دی. ځکه نو سخت ګیره دیني عالمان، چي پر حکومتونو باندي نفوذ لري، د خپلو عبادت ځایونو د تړلو په مقابل کي خنډ واقع کیږي.

د هندوستان نايونالست صدراعظم، مودي د هولي میلې پر وخت خلکو ته یوازي دومره مشوره ورکړې، چي دسته جمعي میلې ونه کړي. خو حکومت یې هیڅ نوع جبري مقررات او تدابیروضع نه کړه.

یا مثلآ د سریلانکا نوي بودايي نشنلسټي حکومت د هغوي په خپلو عبادت ځایونو کي د کرونا ویروس سره د مبارزې اعلان وکړ. په همدې حال کي که څه هم په اسیايي هیوادونو کي په دې منځ کي ډیرو کاتولیکي اسقفانو د ایستر اختر په ورځو کي د مذهبي مراسمو د نه دایرولو اعلان کړی  دی، خو ډیري کلیساوي بیا هم د عبادت کونکو پر مخ خلاصي دي.