1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا پر وخت لږ ځان وژني

۱۳۹۹ خرداد ۱۲, دوشنبه

کله چي د همدې کال په مارچ میاشت کي جرمني له سکوت سره مخاخ او هرڅه په ټپه ودریدل، ډیرو انتظار کاوه چي لږ تماس به د یوازیتوب احساس راپیدا او په نتیجه کي به حتي خلګ ځانونه ووژني. خو لومړني ارقام ښيي، چي عملاً داسي نه ده.

https://p.dw.com/p/3d6gQ
Symbolbild Depressionen
انځور: Imago-Images/W. Zwanzger

د مارچ میاشتي په سر کي د روانشناسۍ او عصبي ناروغیو المانۍ ټولني د کرونا پانډمۍ د وژونکو نتایجو څخه اخطار ورکړی وو. هغوی په دې نظر ول، چي د کرونا ویروس د مخنیوي قیوداتو، چي په ټوله اروپا کي هم رامنځته سوي ول، د انسانانو ترمنځ اجتماعي مناسبات سخت لږ کړي دي.

هغوی تشویش کاوه، چي جبري یوازیتوب، بیره، مالي اندیښنې او معالجو ته محدود لاسرسئ به خصوصاً د روحي او رواني مریضانو له پاره د زغملو وړ نه وي.

د اپریل میاشتي په سر کي بیا رسنیو د ځینو انفرادي ځان وژنو رپوټونه ورکړي ول او هغه ته یې د کرونا ویروس له سختو تدابیرو سره ارتباط ورکړی وو.

کله چي د برلین په اطفائیه کي یو چا ځان وژنه وکړه، نو دغه تشویش نور هم پسي ډیر سو. ګومان کیدی چي دا کار به ادمه پیدا او نور به هم ډیر سي. خو رسمي ارقام لا موجود نه ول.

ځان وژني نوري هم لږ سوي دي

خو دهمدې کال په می میاشت کي د ځان وژنو لومړني ارقامو ښکاره کړه، چي هغه لا کم سوي هم دي. د همدې میاشتي په سر کي د »اوکسبورګر الګیماینه څایټونګ« ورڅپاڼي د اوو ایالتونو تازه ارقام خپاره کړل. هغه ایالتونه چي د ځان وژني ارقام همیشه تازه کوي، د ځان وژنو د ډيريدو هیڅ رپوټ نه دی ورکړی او ددې برعکس مثلاً په نورد راین ویستفالن ایالت کي د تیرکال په نسبت ۲۰ فیصده راکم سوي لا هم دي. دا د نفوس له اړخه د جرمني تر ټولو لوی ایالت دی.

د جرمني د ډیپریشن د اتحادیې آمر، توماس وایګټ له دویچه ویلي سره په خبرو کی ویلي دي:»هغه څه چي موږ پخپله تشخیص کړه، داوه، چي د کرونا بحران مشورې ورکول او کومکونه په ښکاره ډول سره راکم کړل او داچي ځان وژني لږ سوي دي، زموږ د تمي برخلاف یو عمل دی.«

خو داچي»خلګو په دغه وخت کي د کومک غوښتنه ونه کړه، معنی نه لري، چي هغوی ورته ضرورت نه درلود او جوړ ول.« د هغه په خبره د هغه یو دلیل دا کیدلای سي،»کله چي یو څوک د مشورې غوښتنه کوي، تر یوه حده پوري فعاله کیږي. او اوس اکثره ترداسي یوه فشارلاندي دي چي نه سي کولای ځانونه ووژني.«

تیاره ارقام معلوم نه دي

د اپریل میاشتي په لمړۍ نیمايي کي د هانوور د طب پوهنځی لخوا تر سره سوې یوه نظر پوښتنه سوې او ۳۵۴۵ کسان پوښتل سوي دي. دا هغه وخت وو چي د تماس نه نیولو قیودات تر ټولو سخت ول.

په نظر پوښتنه کې تر نیمايي ډیرو کسانو ویلي دي چي تر پخوا ډیر احساساتي کیږي. ۲۹ فیصدو ویلي دي چي هغوی ډیر ژر برخورد کوي او هر شي ته پلمې غواړي.

د اطریش له پاره د دانیوب کریمس پوهنتون يوې پلټني، چي د ۱۰۰۹ کسانو څخه یې پوښتني کړي دي، وايي د هغو کسانو تعداد، چي له سخت ډیپریشن سره مخامخ وه، د ۴ فیصده څخه ۲۰ ته لوړ سوي دي. او په هغو کسانو کي چي بیره او تشویش یې ډیرسوی دی،تعداد یې له ۵ څخه ۱۹ فیصدو ته لوړ سوی دی.

زموږ له آرشیف څخه: