1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په هرات کې د ماسکونو بیې بې سارې لوړي شوي

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

په هرات کې د کرونا ویروس د لومړۍ پيښې تر ثبتیدو وروسته، د هغې له خپریدو څخه خلک په اندیښنه کې دي. د ماسکونو بیې لوړې شوي او له ایران سره په مؤقتي توګه د پولې تر تړل کیدو وروسته خلک د اړتیا وړ خوراکي توکي ذخیره کوي.

https://p.dw.com/p/3YLKY
Afghanistan Coronavirus Flughafen Kabul
د کابل په هوايي ډګر کې د کرونا د ویروس د مخنیوي په موخه لازم تدابیرنیول شويانځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په هرات کې پر کرونا د درو شکمنو اخته کسانو له ډلې څخه یو یې په دغه ویروس اخته دی. دې وزارت خلکو ته د وقایوي تدابیرو سپارښتنه کړې ده.

د هرات یو شمیر اوسیدونکي چې د ماسکونو د رانیولو له پاره بازار ته تللي وایي چې د ماسکونو بیې څو برابره لوړې شوي دي. د هرات ښار یوه تن اوسیدونکي ډاکټر جلیل احمد فیضان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د ماسکونو بیې لوړي شوي. مخکې به یوه پنځوسیزه بسته په پنځوس افغانۍ وه اوس یې بیه ۷۰۰ افغانۍ ده.»

د هرات ولایت یوه بل اوسیدونکي یحیی ظاهر دغه خبره تائید کړه او ویې ویل چې د ماسکونو د یوې بستې بیه آن تر ۹۰۰ افغانیو رسیدلې او په بازار کې په آسانۍ هم نه موندل کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې وزارت په کابل او هرات کې د ماسکونو له تولیدونکو سره په اړیکه کې دی او په پام کې ده چې د افغانستان دننه د ماسکونو تولید زیات شي.

که څه هم له ماسک څخه استفاده بې فایدې نه ده، خو دغه موضوع د روغتیا د نړیوال سازمان په سپارښتونو کې چې له کرونا ویروس څخه د بچیدو په موخه شوې دي، نه شته.

د روغتیا وزارت دا هم ویلي دي چې په هرات ولایت کې یې د کرونا په ویروس د احتمالي اخته کسانو له پاره ۸۰ بستره ځانګړي کړي دي. په هرات ولایت کې د کرونا په ویروس د اخته کیدو اندیښنه د دې سبب شوې ده چې ډیری خلک په خپلو کورونو کې پاتې شي.

ډاکټر فیضان وایي چې یو زیات شمیر خلک د دغه ویروس په هکله کوم معلومات نه لري: «خلک په ویره کې دي. که یې عادي زکام هم ونیسي، فکر کوي چې کرونا لري.»

د خوراکي توکو د کمښت اندیښنې

خلک د کرونا تر څنګ له ایران سره د پولې د تړل کیدو له کبله د خوارکي توکو د احتمالي کمښت څخه هم په اندیښنه کې دي. په هرات کې د دویچه ویله خبریال شعیب تنها، وایي چې د روغتیا وزارت له لوري د لومړۍ مثبتې پيښې تر ثبتیدو وروسته د هرات یو شمیر دوکانونه وتړل شول. ځینو خلکو د دویچه ویله خبریال ته ویلي دي چې نه غواړي خپل ماشومان کورسونو او د زده کړو مرکزونو ته ولیږي. همداشان خلک خوراکي توکي رانیسي او د راتلونکې له پاره یې زیرمه کوي.

عبدالقیوم چې په هرات ښار کې آهنګر دی وایي چې د ځینو اجناسو بیې په ناڅاپي توګه لوړې شوي دي.

خو ډاکټر جلیل احمد فیضان وایي چې له چین څخه د ځینو وارداتي اجناسو بیې لوړي شوي دي، خو د خوراکي توکو بیو دومره نه دي لوړې شوي.

د افغانستان لویدیځ ولایت هرات چې له ایران سره ګډه پوله لري تر کابل وروسته د افغانستان تر ټولو زیات نفوس لرونکی ولایت دی. تیره ورځ د افغانستان حکومت د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له ایران سره په مؤقتي ډول ځمکنی او هوایي تګ راتګ بند کړ. که څه هم تر اوسه د خوارکي موادو له لارې د کرونا د ویروس د خپریدو رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو افغانستان غواړي چې ایران او پاکستان څخه د چرګانو او د چرګو د هګیو واردات منع کړي.

یحیی ظاهر د ایران او افغانستان تر منځ د اوږدې مودې له پاره د پولې د تړلو څخه اندیښنه ښيې. هغه وویل: «افغانستان زیاتره اجناس له خپلو ګاونډیو هیوادونو په زیاته بیا له ایران څخه واردوي. که چیرې پوله د اوږدې مودې له پاره تړلې پاتې شي، خلک به له ستونزو سره مخامخ شي.»

پ ع