1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ويروس له کبله د مړو شمیر کابو۵۰۰ ته رسیدلی

۱۳۹۸ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د چين د هوبي ایالت چارواکو د نورو ۶۵ تنو د مړينې خبر ورکړی دی. دا د دې ويروس له خپريدو راهيسې تر اوسه په يوه ورځ کې د مړو د تر ټولو لوړ شمير دی. په جاپان کې هم د دې ويروس نوې پېښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/3XIDH
China, Wuhan: Coronavirus
انځور: Getty Images

تر هغه وروسته چې د هوبي ایالت چارواکو په يوه ورځ کې د ۶۵ نورو کسانو د مړينې رپوټ ورکړ، په چين کې د کرونا ويروس له کبله د مړوو شويو تائيد شوی شمیر ۴۹۰ کسانو ته رسېدلی دی.

په دغه هيواد کې په کرونا د ناروغو شمير تر هغه وروسته ۴۲  زره او ۳۲۴ کسانو ته لوړ شوی دی چې د روغتيا د ملي کمیسيون چارواکو ۳۸۸۷ نوې قضیې تائيد کړي دي.

له چين څخه دباندې بيا د دې ويروس تر ټولو ډېرې پېښې په جاپان کې تائيد شوي دي. مخکې په تايلند کې تر ټولو زياتې پېښې ثبت شوې وې.

په هغه کښتۍ کې چې د جاپان په يوکوهاما بندر کې قرنطين شوې ده، لس کسان ناروغه شوي دي. په جاپان کې په دې ترتيب تر اوسه ۳۳ کسان په دې ويروس اخته شوي دي.

د جاپان د روغتيا وزير وويل چې په کښتۍ له سپرو څخه یې ۲۰۰ کسان معاينه شوي دي. په دغه کښتۍ کې ۳۷۰۰ کسان سپاره ول او دغه ويروس ښايي يوه تايلندي وگړي چې ناروغ وو، له ځانه سره کښتۍ ته وړی وي.

Kreuzfahrtschiff Diamond Princess im Yokohama Port
د «دايمند پرنسس» په نوم کښتۍ چې د جاپان په يوه بند کې قرنطين شوېانځور: Reuters/Kim Kyung-Hoon

په دې منځ کې په ووهان ښار کې هغه نوي روغتون ته د مريضانو انتقال هم پېل شوی دی چې د څو ورځو په موده کې جوړ شو. دغه روغتون ۱۰۰۰ بستره لري چې ځيني خونې د قرنطين امکانات هم لري. د يوه بل ۱۵۰۰ بستري روغتون د جوړيدو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي او چارواکو تائيد کړې ده چې دغه روغتون به هم په څو ورځو کې پرانيستل شي.

په دې منځ کې له ووهان ښار څخه د بهرنيو اتباعو د انتقال لړۍ هم دوام لري. د نوي زيلاند يوې الوتکې د چهار شنبې په ورځ له ووهان څخه د دغه هيواد د اوکلند ښار پر لور پرواز وکړ.

په دغه الوتکه کې ۹۸ د نوي زيلاند، ۳۵ د استرليا او همدا راز د پاسيفيک هيوادونو لکه پاپوا نوی گني، ختيځ تيمور او ساموا اتباع سپاره ول. دغه کسان به د دوو اوونيو له پاره په يوه پوځي مرکز کې قرنطين شي. روسیې هم خپل نور ۸۰ اتباع د چهار شنبې په ورځ له چين څخه انتقال کړي دي.

bs/nz (John Silk )