1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ويروس افشا کوونکی ډاکټر هم مړ سو

۱۳۹۸ بهمن ۱۸, جمعه

د ووهان ښار د مرکزي روغتون يو ډاکټر چي د کرونا ويروس تر خپريدو او پراخېدو مخکي يې لا د ويروس په اړه خبرداری ورکړی وو، پخپله هم ترې مړ سو.

https://p.dw.com/p/3XPjC
China Wuhan Augenarzt  Li Wenliang gestorben
انځور: Imago Images/Ritzau Scanpix/Li/Ropix

د چين د ميليوني ښار ووهان مرکزي روغتون ويلي دي چي ۳۴ کلن لي ونليانگ له نوموړي ويرس سره د مبارزې په ترڅ کي مړ سوی دی. لي، په ياد روغتون کي د سترگو د ډاکټر په توگه کار کاوه.

هغه د تيرکال په پای کي په هغو مريضانو کي د کرونا علايم تشخيص کړل چي د سارس په نامه ويروس سره يي ورته والی درلود او خپلو همکارانو ته يې د دغه ويروس خبرادری ورکړی وو. د رسمي ارقامو له مخي د سارس ويروس په نتيجه کي په چين کي په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کي په مجموعي ډول ۳۴۹ کسان مړه سول.

د آوازو خپرول

د دسمبر پر ديرشمه هغه د خپلي پلټني په هکله همکارانو ته خبر ورکړ. خو هغه ته له خپلو اوو تنو هغو همکارانو په گډون چي د دغه نوي ويروس په هکله يي رپوټونه ورکول، د پوليسو له خوا د آوازو د خپرولو له امله خبرداری ورکول سو. لي وروسته د يوه ناروغ د درملني پر وخت په خپله په دغه ويروس اخته سو.

د دغه ډاکټر د مړيني له امله د چين په انترنيت پاڼو کي غبرگونونه راپارېدلي. يوه کس چي ځان د اورتوپيدۍ ډاکټر ښوولی د «ويبو» په نامه شبکې کي ليکلي دي چي »هغه يو اتل وو چي له دغه ويروس سره د مبارزې پر وخت يي خپل ژوند په خطر کي واچاوه.»

لکه څرنگه چي چارواکو خبر ورکړی دی د څارني دولتي کمېسيون د پلټونکو يو ټيم ووهان ښار ته استولی دی. د سترگو د نوموړي ډاکټر مړينه په ټول هيواد کي له هغه سره ستره خواخوږي رامنځته کړې او هغه ته له نوموړي مرض سره د چارواکو د سُست غبرگون د نتيجې د يوه سمبول په سترگه کتل کيږي.

يو چينايي لابراتوار د کرونا آزموينه کوي

سربيره پر دې د چين د ولسمشر شين پينگ په نظر د کرونا په مقابل کي مبارزه په پريکړنده پړواو کي ده. د دولتي رسنيو په حواله هغه د امريکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره د تيليفوني خبرو په ترڅ کي د روغتيا نړيوال سازمان ته اشاره کوي چي نور هيوادونو ته يي له وارخطايي څخه خبرداری ورکړی دی. هغه هيله مند دی چي امريکا متحده ايالات هم وضعه په آرامۍ سره وڅيړي او له هغه سره سم لازم تدابير ترلاس لاندي ونيسي. 

د مړو شمير مخ پر زياتيدو دی

ولسمشر په دې ډول غواړي په ښکاره ډول هغې موضوع ته اشاره وکړي چي امريکا يوه اونۍ مخکي خپل هيواد ته د چينايي او هغو خارجي اتباعو پر داخليدو بنديز ولگاوه چي مخکي په چين کي ول.

په دې ترڅ کي د مړه سوو کسانو شمير د سارس د سارۍ ناروغۍ د قربانيانو په پرتله، په ښکاره ډول لوړ سوی دی. د چين د حکومت د نوو شميرو له مخي تراوسه د نوموړي ناروغۍ له امله ۶۳۶ کسان مړه سوي دي.