1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کرونا ضد ګولۍ د ویښتو تویدو په درملنه کې ګټورې دي»

۱۴۰۱ خرداد ۲۹, یکشنبه

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د ویښتو د شدیدو تویدو یا لویدو له پاره یوې داسې درملو ته د استفادې اجازه ورکړې چې تر اوسه پورې د نورو ترڅنګ په کورنا ناروغۍ د اخته کسانو له پاره هم استفاده شوې ده.

https://p.dw.com/p/4CuhR
Symbolbild Pleite Erschöpfung
انځور: sad dogg design/Fotolia

د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې د انسانانو د شدیدو ویښتو تویدو د درملنې له پاره تازه درملو ته د استفادې اجازه ورکړې. د دغه سازمان د پوست د څانګې مسوول، دغه نوي درمل چې «باریسیتینیب» نومیږي، د هغو کسانو له پاره ګټور بللي چې په «آلوپسی آره آتا» یا د پکوالي په ناروغۍ اخته وي.

څیړونکو ویلي چې د «باریسیتینیب» په نامه دغه نوي درمل د التهابونو پر وړاندې د بدن عکس العمل تنظیموي او دا چې تر اوسه پورې له دې درملو څخه د مفصلونو یا بندونو د التهاب «ارتریت» او په روغتونونو کې پر کرونا د اخته ناروغانو له پاره هم کارول شوې ده.

د «آلوپسي آره آتا» په نامه ناروغي داسې یو حالت دی چې پکې د انسان ویښته په شدید ډول تویږي. دغه ناروغي تازه نه ده بلکې یوازې په امریکا متحده ایالاتو کې په کلني ډول شاوخوا ۳۰۰ زره کسان پرې اخته کیږي.

Haarausfall
انځور: Colourbox

په امریکا متحده ایالاتو کې دغو درملو ته پر شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو د آزمیښتي پړاو تر بشپړیدو وروسته د استفادې اجازه ورکړل شوې ده. د معلوماتو له مخې یاد کسان چې عمرونه یې ډیر دي، په آلوپسي ناروغۍ اخته وو. څیړونکو یاد کسان په دریو کټګوریو ویشلي وو چې یوې برخې ته یې ډیر کم، دوهمې برخې کسانو ته په ورځني ډول دوه میلي ګرامه او دریمې برخې ته په ورځني ډول ۴ میلي ګرامه دغه درمل ورکړل شوي وو.

 تر ۳۶ اونیو وروسته، د هغو کسانو له ډلې ۴۰ سلنه یې چې د یاد درملو لوړ ډوز یې ترلاسه کړی وو، نیږدې ۸۰ سلنه ویښته بیرته راختلي دي. په ۲۳ سلنه نورو کسانو کې چې د یادې دارو کم ډوز یې ترلاسه کړی وو، د ویښتو بیرته راختل لیدل شوي دي او هغو کسانو چې کم ډوز ورکړل شوی وو، یوازې په پنځه سلنه کسانو کې یې ویښتو وده کړې وه.

د یادو درملو جانبي عوارض هم تر ډیره پورې د تنفسي دستګاه عفونیت، سر درد، د وینې د کلسترول لوړیدل او همدا راز د کریټین د انزایم د غلظت لوړوالی په ګوته شوي دي.

سربیره پر دې، د ویښتو د تویدو د مخنیوي له پاره پر ګڼ شمیر نورو درملو هم آزمیښت روان دی چې تر اوسه پورې په آزمایښتي پړاو کې دي او په امریکا متحده ایالاتو کې ورته د استفادې اجازه لا نه ده ورکړل شوې.

زموږ له آرشیف څخه: 

آ./ا.خ.ح./ا.ا.