1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانونو په چټکۍ اسختراج؛ ګټې او ننګونې یې څه دي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې له لسګونه کانونو یې استخراج پیل کړی. خو د کانونو متخصصین وایي چې د دغو کانونو استخراج غير مسلکي او ناقانونه کیږي. د افغانستان د کانونو راتلوونکی به څه وي؟

https://p.dw.com/p/4Ke68
Afghanistan I Kohle I Mine
انځور: Qais Usyan/AFP

د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې ۱۷۷ کانونه یې په قرارداد ورکړي او استخراج یې روان دی. د دغه وزارت د لایحې له مخې کوچني کانونه  کورنیو شرکتونو او لوی يې بهرنیو شرکتونو ته ور کول کيږي.

د ياد وزارت وياند مفتي برهان دويچه ويله ته وويل: «د اسلامي امارات په راتګ سره موږ د کانونو پروژې شرکتونو ته سپارلې دي. کوچني کانونو مو داخلي شرکت ته ورکړي او لوی کانونه مو بهرنیو شرکتونو ته سپارلي دي چې اوس پرې عملي کار روان دی.»

هغه زياته کړه چې د کانونو د قراردادونو له درکه يې په ميلياردونو افغانۍ او ميليونونو ډالره عوايد تر لاسه کړي: «تېر کال مو د ۱۴ میلیارده افغانیو او ۱۲ میلیونو ډالرو عاید لرل. په اونۍ کې له ۲۵۰ میلیونه تر ۳۵۰ میلیونه افغانۍ عاید لرو او هره میاشت تر یو میلیارد افغانیو زيات عواید لرو.»

Afghanistan I Kohle I Mine
انځور: Farshad Usyan/AFP

د طالبانو له لورې د کانونو د قراردادونو په اړه اندېښنې هم موجودې دي او ویل کیږي چې قراردادونه خو یا د طالبانو د کانونو او پترولیم وزیر خپلوان ترلاسه کوي او یا هغه چا ته ورکول کیږي چې هغوی د طالبانو غړي او یا هم د دغې ډلې د کوم غړي له خپلوانو او خواخوږو څخه وي.

اړوند مطلب: خلک: د کونړ د بیروجو کانونو چور روان دی

یو افغان سوداګر چې شرکت لري د کانونو په برخه کې د قراردادونو له ورکړې شکایت کوي او وایي چې بې عدالتي او فساد پکې کیږي.

نوموړی چې نه غواړي په رپوټ کې یې نوم یاد شي، دویچه ته وویل چې د کانونو وزارت د مسؤلینو کمیشناران د پیسو د معاملې په بدل کې شرکتونو ته د کانونو قراردادونه ورکوي.

هغه وایي: «موږ چې څومره اوریدلي د دغه ادارې مشر ښه سړی بلل کیږي، خو باډي ګارډان او نور کسان یې له دباندې د شرکتونو مالیکینو څخه پیسې اخلي او دوی په دفتر کې ورته کار کوي. خپله زما یو ملګري چې د کانونو قراردادونه یې اخیستي، پیسې یې پرې ورکړي.»

دغه سوداګر وایي، طالبان د شفافیت خبره کوي، نو په ادارو کې د دوی له لورې مقرر کړل شوي خپلوان او باډي ګاردان دې له بډې اخیستو او رشوت څخه راوګرځوي.

انور یو بل افغان سوداګر دی چې د کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ترمنځ یې د نفرایټ ډبرو قرارداد کړی وایي چې له ده څخه چا د قرارداد په بدل کې د پیسو او یا بل څه غوښتنه نه ده کړې.

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «ما د یو ټن تیږې قرارداد په ۴ لکه او ۶۵ زره افغانۍ کړی. ټولو خلکو غوښتنې ورکړې وې، د ټولو شرکتونه استازي یې ورغوښتي وې او غږ به یې راته کولو.»

اړوند مطلب: آیا روسیه د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله ده؟

دغه سوداګر وایي چې دوی دغه ډبرې پاکستان ته وړي او په وینا یې د ډېرو کانونو استخراج شوي موادو ګرم بازار پاکستان دی.

انور د پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ستوونزو شکایت کوي او وایي، چې دوی د غلام خان پر لاره په میرامشاه کې توکي پاکستاني موټرو ته بدلوي، خو په وینا یې د پاکستان د سوداګریزو توکو موټر د افغانستان هر ولایت ته په آزاده توګه تګ او راتګ کولی شي.

اوسمهال چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې محدودې شوې دي، د طالبانو حکومت له جدي اقتصادي ستوونزو سره مخامخ دی.

د طالبانو له لورې د کانونو استخراج څومره قانوني او مسلکي دی؟

د کانونو برخې یو شمېر کارپوهان وایي چې دوی د طالبان په وجود کې د کانونو د استخراج وړتیا نه ویني.

په جرمني کې مېشت د کانونو چارو حقوق پوه محمد عیسی مهربخش دویچه ویله ته وویل، یو لړ اړین اصول او مکلیفیتونه دي چې له هغې پرته د کانونو استخراج ناقانونه او غیر مسلکي بلل کیږي.

هغه وایي: «د کانونو استخراج له پاره باید یو ټولیز ښکاره او شفاف حقوقي چوکاټ، د حقوقي، اقتصادي، تخنیکي مسلکي او نظارتي ظرفیتونو شتون او دغه راز زیربینا هغه درې مهم اساسات او اصول دي چې د کانونو استخراج له پاره اړین دي.»

Afghanistan Arbeiter graben nach Bodenschätzen
انځور: Jawed Kargar/dpa/picture alliance

مهربخش زیاتوي چې افغانستان د کانونو په برخه کې کم متخصص کسان لري چې ډېر هغه یې په وروستیو تحولاتو کې له هيواده وتلي او یو شمېر پر کور شوي.

هغه د طالبانو اداره تر پوښتنې لاندې راولي: «د کانونو وزارت ډېر محدود متخصص او مسلکي کسان لري، دوی څنګه پر یوه وخت د دومره ډېرو کانونو څخه تفتش او نظارت کوي؟ آن نیمایي ته یې هم نشي رسیدای.» نوموړی وایي، طالبانو د افغانستان له کانونو سره ډېر عادي چلند کوي.

د پوهنتون استاد پوهندوی عتیق الله صافی چې یوه نړیوال بنسټ ته یې د افغانستان د کانونو په اړه څېړنه کړې، دویچه ویله ته وویل چې د افغانستان د کانونو اوسنی استخراج تر ډېره په غیر مسلکي توګه ترسره کیږي.

اړوند مطلب: د کانونو او پترولیم قانون تصویب نه شو

هغه وایي، افغانستان په ۲۰۰۹م کال کې او له هغې وروسته د کانونو د استخراج په اړه ځانګړي قوانین جوړ کړي چې په وینا یې «د طالبانو له لورې اوسنی د کانونو استخراج د دغو قوانینو سره په ټکر کې دی.»

د هغه په خبره، طالبان تر ډېره د کانونو په برخه کې خپلو صلاحیتونو څخه ګټه پورته کوي: «طالبان لږ د پخوانیو قوانینو څخه استفاده کوي او څه د خپل خاصو صلاحیتونو چې دوی ځانته ورکړي، له هغې څخه استفاده کوي. دوی ډېر په اصولو پسې نه ګرځي، د دوی هدف یو دی. هغه دا چې څنګه کولی شي عایدات لوړ کړي.»

د افغانستان د کانونو راتلوونکی به څه وي؟

صافی زیاتوي چې د طالبانو له لورې اوسنی د کانونو استخراج ته اندیښمن دی او وایي، چې د یوه کان په اړه باید لومړنۍ ارزونه ترسره شي چې حکومت، ټولنې او خلکو ته ګټه او زیان څه دی خو په وینا یې په دې اړه هیڅ پام نه کیږي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي: «کله چې په کان کې ذخایر ختمیږي، په څه ډول باید وتړل شي، تر څو چاپیریال ته ککړتیا خپره نه کړي، خو نن په افغانستان کې دا برخه هیڅ په نظر کې نه نیول کیږي.»

Afghanistan Kabul Geschäftsmann inspiziert Lapis Lazuli Steine
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د پوهنتون دغه استاد زیاتوي، چې ډېر کانونه د استوګنې په ځایونو کې دي او په راتلونکي کې د کانونو د کیندنې په برخه کې د رامنځته شویو چاپیریالي ستوونزو له امله ورته جدي ګواښ پیښدلی شي.

محمد عیسی مهربخش هم وایي چې کانونو د یوه هيواد یو ځلي مصرف کیدونکي ملي شتمنۍ دي، خو طالبان په بې صبرۍ سره هره ورځ د یوه کان له پیدا کولو وروسته د هغې کیندنې شروع کوي.

مهربخش زیاتوي په بې پلانه ډول د کانونو استخراج «طالبان د غنمت مال» په توګه کاروي چې دا د افغانستان د کانونو له پاره بدې پایلې لري. نوموړی زیاتوي:« افغانستان په راتلونکي کې خامو مواد ته جدي اړتیا لري، خو دا ملي شتمنۍ له لاسه ورکول یو فاجعه ده او یو وخت به موږ همدې موادو له پاره بهر ته مجبور وو.»

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

 

د افغانستان دوه ستر کانونه داو طلبي ته وړاندې کیږي