1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کارگرو ماشومانو نېمگړې هیلې

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۸, چهارشنبه

په لسگونو کارگرو ماشومانو چې د سړک پر سر کار کوي، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه روزنیز تفریحي پروگرام کې گډون وکړ. دغه پروگرام «سیف دي چلډرن» د موسسی له خوا جوړ شوی وو او موخه یې د ماشومان د حقوقو پوهاوی دی.

https://p.dw.com/p/1Dpkc
انځور: DW/H. Sirat

راحله ۱۲ کلنه بې وزله ماشومه ده چې سهار وختي د کابل ښار د خاورو او دوړو ډکو سړکونو کې کار پیلوي. دا چې هغه د خپلې کورنۍ له پاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، د کابل د مني موسم سخته یخني زغمي.

راحله چې په کومه ورځ ښه عاید ولري نو له ۵۰ یا ۶۰ افغانیو څخه زیات نه وي. کار او د همدغه ناڅیز عاید پیدا کول د دې سبب شوی، چې هغه ښوونځي ته ولاړه نه شي. دا چې دغه ماشومه نه شي کولای ښوونځي ته ولاړه شي، هر ورځ له دې څخه کړیږي. د راحلې له پاره تر ټولو سخته شیبه هغه ده چې خپل همزولي یې ښوونځي ته ځي: «ډیره هیله لرم چې په راتلونکي کې یوه ډاکټره شم. کله چې وینم چې د گاونډیانو ماشومان ښوونځي ته ځي ډیره خفه کیږم.»

د هیلو څرک

په تیرو دیارلسو کلونو کې یو شمیر بهرنیو موسسو د ماشومانو د پالنې او د تعلیمي مرکزونو ملاتړ کړی دی، چې کارگر او له تعلیم او تربیې څخه محرومو ماشومانو ته زده کړې ورکوي.

که څه هم په افغانستان کې د ماشومانو د روزنې مرکزونه ډیر محدود فعالیت لري او نه شي کولای ټولو هغو ماشومانو ته چې له زده کړو او ښوونځي ته له تگ څخه محروم دي د زده کړو زمینه برابره کړي، خو بیا هم د موسسو دغه محدود فعالیتونه، پر دې توانیدلي دي چې یو شمیر ماشومانو ته د هیلو څرک وگرځي.

هیلا، ۹ کلنه ماشومه ده چې د آشیانه، په موسسه کې درس وایي. مخکې له دې چې هغه دغه مرکز ته جذب شي د سړک پر سر به یې کاغذونه او پلاستیکونه راټولول. خو د آشیانه موسسې له لورې ورته د زده کړو د امکاناتو د برابریدو وروسته خوشحاله بریښي: «ژوند مې ډیر بدلون موندلی. زه کولای شم هم درس ووایم او هم کار وکړم. ژوند له پخوا څخه ډیر ښه شوی دی.» هیلا غواړي چې په راتلونکي کې قاضۍ شي او اوس چې درس ویلای شي، خپلې راتلونکې ته هیله منه ده.

نهه کلنه هیلا
نهه کلنه هیلاانځور: DW/H. Sirat

د خوښۍ یوه شیبه

د ماشومانو د ساتنې ادارې «سیف دي چلډرن» د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په باغ بابر، کې یو پروگرام پر لاره واچاوه تر څو د کارگرو ماشومانو له پاره د خوښۍ یو امکان برابر کړي. په دغه پروگرام کې هغو ماشومانو گډون درلود چې د تاوتریخوالي قرباني گرځیدلي دي او یا هم وخت د مخه د ودونو قرباني شوي دي.

په دغه پروگرام کې د ماشومانو له لوري د ماشومانو له پاره کومې ترانې او سندرې چې ویل کیدې، د کارگرو ماشومانو له پاره یې د خوښۍ تیرولو یو څو ساعته امکان برابر کړ. دغو ماشومانو له موسیقي غږونکو سره چکچکې کولې او د خوښۍ چیغې یې وهلې.

په دغه پروگرام کې ماشومانو د ماشومانو له پاره سندرې ویلې
په دغه پروگرام کې ماشومانو د ماشومانو له پاره سندرې ویلېانځور: DW/H. Sirat

د ماشومانو د ساتنې له پاره د عدالت غوښتنې د موسسې مسوولې زبیده اکبر، وویل چې په دغه پروگرام کې ماشومانو ته د هغوی د حقوقو د پوهاوي په هکله روزنه ورکول کیږي: «نن په دغه پروگرام کې داسې ماشومان قرار لري چې له دی مخکې د بشري قاچاق قربانیان دي، ربړول شوي دي او د هغوی پر وړاندې بېلا بېل ډول تاوتریخوالی او استثمار تر سره شوی دی. موږ غواړو چې هغوی له خپلو حقوقو څخه خبر شي او له هغوی څخه ملاتړ وشي.»

د میرمن اکبر په وینا په دغه پروگرام کې ماشومانو ته داسې لارې چارې ورښوول کیږي، تر څو هغوی له دولت او نړیوالې ټولنې څخه د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي.