1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کار بازار ته د کډوالو د ادغام ممکنه لاره

کولمن توماس۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبه

د آلمان د کار بازار ته د نژدې ختيځ، افريقا او اسيا له کړکېچ ځپلو هېوادونو څخه راغلو کډوالو د ادغام له پاره، آلمان نويو طرحو ته اړتيا لري. ډېر تغييرات بايد راوستل شي، ځکه چې د يو شمېر کډوالو کاري ظرفيت ټيټ دی.

https://p.dw.com/p/1GkSg
انځور: DW/C. Röder

ډوډۍ پخوونکی مارکوس شتايب راتلونکې ته خوشبين انسان دی. دی وايي چې له دې حالت څخه بايد ګټه واخيستل شي چې ډېر کډوال آلمان ته راځي. د ده په نانوايي کې د سپتمبر مياشتې راهيسې له سوماليا، اريتريا او پاکستان څخه راغلي درې تنه کډوال په زده کړو بوخت دي. د آلمان د اولم ښار دغه نانوای يا ډوډۍ پخوونکی د هغوی له کار څخه ډېر راضي هم دی: «هغوی ډېر تکړه دي، ځکه چې د کسب د نورو زده کوونکو په پرتله هغوی يو څه مشران دي. عادي زده کوونکي ۱۶ تر ۱۸ کلن دي، خو د هغوی تر ټولو کشر نفر ۲۵ کلن دی. هغه پاخه خلک دي.»

د ښاغلي شتايب په لويه نانوايي کې ۴۰۰ انسانان کار کوي. هغه د مسلکي زده کړو له پاره ځوانانو ته اړتيا لري چې غواړي دغه کسب زده کړي. پخوا يې قصد درلود چې د اروپايي ټولنې له مديترانه هېوادونو څخه زده کوونکي آلمان ته راولي، ځکه چې هلته د ځوانانو په منځ کې بې کاري ډېره ده. خو دغه هڅه ناکامه پاتې شوه. د اولم ښار د لاسي صنايعو د خونې په همکارۍ کډوال اوس له ده څخه د ډوډۍ پخول زده کوي. د شتايب له خوا د دغې تجربې تر شروع کېدو څخه پنځه اوونۍ وروسته اوس دی وايي چې دغه مفکوره ډېره بريالۍ وه. دی په دې اړه وايي: «دا خبره له واقعيته لېرې برېښيېدله. خو موږ ډېره مثبته تجربه وکړه او له هغوی سره همکاري موږ ته ډېر خوند راکوي.»

په نانوايي کې دننه سړی کولای شي يو بل په اشارو هم پوه کړي، خو د زده کړې له پاره بايد سړی پر ژبې حاکميت ولري
په نانوايي کې دننه سړی کولای شي يو بل په اشارو هم پوه کړي، خو د زده کړې له پاره بايد سړی پر ژبې حاکميت ولريانځور: picture-alliance/dpa/P. Lux

په داسې حال کې چې په نانوايي کې دننه سړی کولای شي په اشارو او لږې انګليسي ژبې سره هم يو بل پوه کړي، خو د مسلکي زده کړو په ښوونځي کې بيا لويې ننګونې په مخ کې پرتې دي. په دې خبره ښاغلی شتايب هم ښه پوهيږي: «دا زموږ په وړاندې لويه ستونزه ده. په ښوونځي کې په تيوري برخه کې پوهه انتقاليږي او سړی بايد پام وکړي او غوږ ونيسي، تر څو په شيانو پوه شي. دلته د نانوايي په پرتله ستونزې ډېرې دي.» له دې کبله له سوماليا، اريتريا او پاکستان څخه راغلي کډوال د مسلکي زده کړو په ښوونځي کې د آلماني زده کوونکو تر څنک کښېنول کيږي چې کولای شي ورسره مرسته وکړي.

د کډوالو زده کوونکو له پاره د «درې جمع دوه» حل لاره

په دې ترڅ کې سياسي کړيو هم درک کړې ده چې د مسلکي زده کوونکو او د هغوی د کار ورکوونکو له پاره بايد حقوقي ډاډمنتيا رامنځ ته شي، چې د درې جمع دوه حل ورته وايي. د دغې طريقې په مرسته د دې تضمين کيږي چې زده کوونکي د زده کړو په درو کلونو او له فراغته دوه کاله وروسته هم له آلمان څخه نه ايستل کيږي.

د اولم ښار په شاوخوا کې د لاسي صنايعو ډېر مرکزونه په زده کوونکو پسې ګرځي. يوازې د اولم د لاسي صنايعو د خونې (چې په آلمان کې له ۵۳ څخه يوه ده) په سيمه کې، د شتايب په خبره ۱۰۰۰ د زده کړې ځايونه لا خالي پاتې دي.

له کډوال څخه تر مسلکي کارکوونکي پورې لاره اوږده ده

سياستپوه ديتريش ترېنهارد، له ډېرو کلونو راهيسې د کډوالو د ادغام په برخه کې کار کوي. د شتايب په څېر دی هم له يوې عملي کړنلارې څخه ملاتړ کوي خو هغه پر سیستم باندې څینې نیوکې هم لري: «هغه انسانان چې دلته راځي، ټول غواړي چې کار وکړي. هغوی غواړي زيار وباسي، خو د دې تر عملي کېدو پورې به لا ډېر وخت ووزي. يوه لامل يې پر ژبې نه حاکميت او بل يې د آلمان بيروکراسي ده.»

د ترېنهارد اصلي مقصد دا دی چې کډوال ژر ځان ته کار پيدا کړي، نه يوازې دا چې کار له ټولنې څخه ملاتړ دی، بلکې د هغه په خبره «کار سړي ته احترام ګټي، په ټولنه کې سړي ته يو مقام وربخښي او د سړي په ادغام کې هم ونډه لري. له دې کبله بايد د کار په وړاندې ممانعتونه لېرې شي. هغه د ګټې پر ځای زيان رسوي.»

د ترينهارد په نظر د آلمان د کډوالۍ او مهاجرينو فدرالي اداره «بشپړه ناکامه» پاتې شوې ده او بايد په نوې بڼه کار پيل کړي. له لومړي سر څخه بايد د کار په بازار کې د کډوالو ادغام یوه مرکزي دنده وشمېرل شي. خو د کډوالو د چارو څېړونکي وايي چې د کډوالو په منځ کې مسلکي کارکوونکي ډېر لږ دي. ترېنهارد له دې کبله زياتوي چې د کډوالو په ښوونه او روزنه کې بايد زياته پانګونه او ورته ډېره توجه وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل