1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ښار نن او پرون ته لنډه کتنه

حسین سيرت/ کابل۱۳۹۲ خرداد ۲۴, جمعه

په افغانستان کې کورنيو جگړو کابل سخت ویجاړ کړ. خو په وروستیو لسو کلونو کې د دغه ښار په ډیرو برخو کې د ویجاړيو ځای نوو ودانیو، دولتي او غیر دولتي پروژو ونیوه او په دې ترتیب سره یو ځل بیا د کابل څېرې بدلون وموند.

https://p.dw.com/p/18prr
Kabul Stadt, Afghanistan Vogelperspektive Zugestellt von Arif Farahmand
Kabul Stadt Afghanistanانځور: DW/H. Sirat

هغه کسان چې په لومړي وار د کابل ښار ویني په دې خبره باندي باور نه شي کولای چې یوازي لس کاله دمخه دغه ښار له ویجاړیو ډک وو.

په ۹۰مه لسیزه کې د کابل ډیري وداندۍ د تنضیمي ډلو په سنگرونو بدلي شوي وې او له همدې کبله یا خو په بشپړ توگه ویجاړ شوي وې او یا خو یې پر دیوالونو باندي د توغندیو او سپکو وسلو د مرمیو دونه داغونه موجود ول چې سړي ته یې د کابل هغه ترخې ورځې ور پادولې.په دغو کلونو کي د کابل ډیر شمیر ښاریان د ناامنیو له کبله نورو ولایتونو او گاونډيو هیوادونو ته کډوال شول.

د کابل د دهمزنگ سیمې اوسیدونکي محمد کریم، هغه ورځي په یادوي چې خلکو په ډله ییز توگه کابل پریښوده او دغه ښار کرار کرار د جنگ په یوه داسي ډگر بدل سو چې د ویجاړیو او پوځي وسایط پرته پکښې بل هیڅ څه هم موجود نه ول. هغه د کابل دغه ورځي د دربدریو ورځو په نوم یادوي او وایي: «هغه جگړې پر خلکو تحمیل شوې. ډیر خلک یې په نتيجه کې بیچاره شول او له منځه ولاړل.»

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ړنگیدو وروسته، د کابل ښار د بیا رغونې چارې یو ځل بیا پیل شوې. د دغه ښار په بیا رغونه کې افغان حکومت، خصوصي پانگوالو او بهرنیو مرستندویانو ونډه اخیستې وه. نړیوالې ټولنې د کابل ښار د سړکونو د جوړولو پرژه تمویل کړه.

د کابل ښار اوسیدونکي وایي اوس د دغه ښار یوه نوې څیره ویني. د دغه ښار یو تن اوسیدونکی نصرت الله، وایي: «اوس ډیر بدلونونه راغلي دي. داسې بدلونونه راغلي چې سړی یې بیانوالای نه شي. پخوا ټول ځایونه ویجاړ ول او ډیر شمیر کورونه په خامه ډول او له خټو څخه جوړ شوي ول. خو اوس ټول ځایونه جوړ شوي دي او د خلکو له پاره سهولتونه رامنځ ته شوي دي.»

بې پلانه ښار

د کابل ښار يوه برخه
د کابل ښار يوه برخهانځور: DW/H. Sirat

که څه هم په وروستیو کلونو کې د کابل ښار ډیر شمیر سړکونه پاخه شوي دي او نوو ودانیو د ویجاړیو ځایونه نیولي دي خو بیا هم کابل د یوه بې نقشې ښار په توگه خپلې ستونزي لري.

د افغانستان د ښارونو د جوړلو وزارت وایي چې په کابل کې ۷۰ سلنه وداني پرته له کوم پلانه جوړ شوي دي. دغه وزارت ټینگار کوي چې په دې ښار کې یوازې ۳۰ سلنه ودانۍ د ښارجوړونې د وزارت له پلانونو سره مطابقت لري.

په کابل کې نا پلان شوي رشد د دې سبب شوی دی چې د ښوونځې او روغتونو لارې ډیر وخت بندې وي او په سړکونو کې ډیر وخت څو ساعته لار بندۍ رامنځ ته شي.

د افغانستان د ښاري پراختيا وزارت د ساختماني چارو معین انجنیر امیرالدین سالک، وایي چې د کابل ناپلان شوې پراختيا د دغه ښار اوسیدونکو ته ډیرې ستونزې پيښي کړي دي. هغه زیاتوي: «اوس د کابل ټول ښاریان تر فشار لاندې دي. د هوا د ککړتیا فشار، د اوبو د کمښت فشار، د کانالیزیسیون د نه شتوالي فشار، د کثافاتو ستونزي. موږ په کابل کې ډیري ستونزي لرو.»

په تیرو یوولسو کلونو کې په کابل کې ۱۸ نوي ښارگوټي جوړ شوي دي. خو افغان چارواکي وايي چې دغه ښارگوټي هم د اوبو او منظم کانالیزیسیون د نه شتون له کبله له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

خو په کابل کې په وروستیو کلونو کې یو څه ښه پرمختگونه هم شوي دي. اوس د دغه ښار ډیري برخې بریښنا لري. او که سړی د شپې له خوا له یوې لوړې نقطې څخه کابل وویني نو هرڅه ډیر روښانه ښکاري.

د راتلونکې په اړه اندیښنه

کابل ښاریان وايي چې دغه ښار باید په راتلونکې کې یو ځل بیا د جگړې په میدان باندې بدل نه شي. د دغه ښار اوسیدونکي انديښنه لري چې داسي نه چي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځل بیا دغه ښار د وسلوالو ډلو د جگړې په میدان بدل شي او اوسیدونکي یې بیا نورو ولایتونو او هیوادونو ته تښتیدو ته اړ شي.