1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کابل په برید کې د وژل شویو شمیر ۴۸ تنو ته ورسید

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

د روغتیا وزارت یوه ویاند ویلي چې په کابل کې پر یوه روزنیز مرکز باندې د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۴۸ تنو ته رسیدلی دی. پیښه د پلازمینې په یوه اکثریت شعیه میشته سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/33Cku
Afghanistan Selbstmord-Anschlag Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح، ویلي دي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۶۷ کسان ټپیان شوي هم دي. لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې مخکې د کابل پر شعیه میشتو سیمو د تیرو څو بریدونو مسئولیت د داعش ډلې اخیستی وو.

طالبانو او د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. طالبانو له څو ورځو راهیسې پر غزني ښار باندې بریدونه کړي چې په پایله کې یې په سلهاو تنه وژل او یا هم ټپیان شوي دي.

په دې هکله نورجزئیات شیبه وروسته له همدې ځایه لوستلی شئ...