1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د سقوط په اړه د آلماني جنرال نوي څرګندوني

۱۴۰۱ بهمن ۲۱, جمعه

په افغانستان کې د آلماني قواوو وروستي قوماندان تازه ويلي چې هغه د طالبانو له بېا واکمنېدو او د تخلېې پروسې څخه څلور میاشتې مخکې خبرداری ورکړی وو چې افغانستان به د بهرنيو قواوو په وتلو سره سقوط وکړي.

https://p.dw.com/p/4NJzw
په افغانستان کې د آلماني قواوو وروستی قوماندان انسګار مييَر
په افغانستان کې د آلماني قواوو وروستی قوماندان انسګار مييَرانځور: Rene Teich/Bundeswehr/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د رپوټ په حواله، جنرال انسګار مییَر، د پنجشنبې په ورځ د آلمان پارلمان د بررسۍ کمېټې ته وويل چې ده د هغه مهال د بهرنيو چارو وزير هایکو ماس، ته وويل چې د بهرنيو قواو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د یوه باثباته وضعیت له پاره ډيرې لږ هېلې موجودې دي.

ميیر د پنجشنبې په ورځ تائيد کړه چې هغه د ۲۰۲۱م کال په اپریل کې کله چې ماس افغانستان ته سفر کړی وو، هغه ته ېې د «یو ډير خطرناک امنيتي وضعیت» او په واک کې د افغان امنيتي ځواکونو د پاتې کېدو کمې بقا ته اشاره کړې وه.

په افغانستان کې د آلماني ادارو په زرونو کارکوونکي بند پاتې دي

انسګار ميیر زیاته کړه چې «طالبانو پر امنيتي ځواکونو عظيم فشار راوستلی وو.» هغه افغان امنيتي ځواکونو په هکله دغه ارزونه د مخکنیو میاشتو د وضعیت پر اساس کړې وه.

ميیر چې اوس د آلمان د ځانګړو ځواکونو (KSK) قوماندان دی، وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د «مرکزي نقطو په ټاکلو» او د یو باثباته لوژستيکي وضعیت له اړخه له ستونزو سره مخ شوي ول.

هغه زیاتوي، د بېلګې په توګه افغان هوايي قواو «هر ماموریت ته وردانګل» او په ېوه لنډه موده کې به ېې زښته ډیر مهمات مصروفول.

د آلمان پوځ يا بونديسویر، د امريکا متحده ایالاتو له خوا د اعلان شوي زماني محدودیت پر اساس، له ټاکلي وخت څخه مخکې د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې افغانستان ترک کړ. په دغه پروګرام کې په لسونو زره افغانان په پوځي الوتکو کې تخلیه شول، خو ډير نور پاتې شول.

له افغانستانه د وروستيو آلماني ځواکونو د وتلو بهیر؛ په انځور کې له افغانستانه د ازبيکستان پلازمېنې تاشکند ته رسيدلي آلماني پوځونه ښکاري - د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۷مه
له افغانستانه د وروستيو آلماني ځواکونو د وتلو بهیر؛ په انځور کې له افغانستانه د ازبيکستان پلازمېنې تاشکند ته رسيدلي آلماني پوځونه ښکاري - د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۷مهانځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

آلمان په افغانستان کي د خپلو ځواکونو ماموریت ته بیا کتنه پيل کړه

جنرال ميیر سپارښتنه کوي چې په راتلونکې کې د دا ډول ماموریتونو له پاره بايد داسې پلانونه موجود وي چې له مخې بله محلي ځواکونو سره څرنګه چارچلند وشي، که د تخلېې پروسه رامنځ ته کیږي بايد څه ډول ترسره او په هغې کې باید کوم کسان شامل وي.

ميیر زیاته کړه چې هغه وخت ېې دغه خبره د آلمان له صدارعظمې انګلا مرکل سره شريکه کړې وه او هغې ورته په شخصي توګه وويل چې هغه نه غواړي يو بل سايګون (د ویتنام له جګړې څخه مخکې د دغه هیواد د پلازمېنې نوم) وويني.

په افغانستان کي د آلمان دماموريت د شفافي ارزوني ژمنه

مرکل دغه څرګندونې د ۱۹۷۵م کال په پسرلي کې د ويتنام جګړې په پای کې د ويتنام له جنوبي پلازمېنې څخه په بېړه د امریکايي قواوو د وتلو ناوړه انځورونو ته په کتو وکړې.

ميیر وايي چې په کابل کې د آلماني قواوو تخلیه بيا د سايګون په څير نه وه: «موږ دغه کار تر هغه ځایه چې پوځي برخې پورې ارتباط درلود تنظیم او ترسره کړ.» خو هغه زیاته کړه چې څو اوونۍ وروسته ېې په تلویزيون کې «سایګون» ولید. هغه وويل دغه وضعیت «پر ما ډير ژور اغیز وکړ.»

د آلمان پوځ تر ۱۰ زرو ډېر محلي همکاران اوس هم په افغانستان کې دي

د آلمان پوځ د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کله چې طالبان تقریباً له مقاومت پرته کابل تصرف کړ، له افغانستانه د تخلېې په یوې نړيواله پروسه کې برخه واخیسته.

آلماني ځواکونه په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ په شاوخوا شل کلن پوځي ماموریت کې د افغانستان په شمالی ولایتونو کې میشت ول.

mks/nz(dpa)

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل