1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل او طالبانو تر منځ د منځګړتوب غوښتنه

۱۳۹۷ مهر ۱۰, سه‌شنبه

مولانا سمیع الحق ویلي دي چې افغان استازو له دغه څخه غوښتنه کړې ده چې د کابل حکومت او طالبانو تر منځ منځګړتوب وکړي، څو د افغانستان د اوږدې جګړې په ختمولو کې ور سره مرسته وشي.

https://p.dw.com/p/35r6p
Pakistan Gespräche Regierung Taliban 06.02.2014
آرشیف انځورانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې مولانا سمیع الحق د خیبر پښتونخوا ایالت په اکوړه خټک کې د حقانيه مدرسې، چارې پر مخ وړي. په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو ډیرو مشرانو هم په دغه مدرسه کې زده کړې کړي دي.

د سمیع الحق دار العلوم ویلي دي چې هغه له افغان ستازي سره د دوشنبې په شپه ملاقات کړي دي.

زیاته شوې ده چې سمیع الحق پلاوي ته ویلي دي چې هغه هم په افغانستان کې د جګړې ختمیدو ته هیله من دی.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ په حواله سمیع الحق د افغان او پاکستاني علماوو تر منځ د یوې پټې غونډې وړاندیز کړی دی چې په خبره یې «د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان مداخله پکښې نه وي.»

د رپوټ له مخې په افغان پلاوي کې د ننګرهار د پخواني والي عطا الله لودین، په گډون د افغان حکومت د سولې کمیټې غړی قاسم حلیمي او نور کسان شامل دي.