1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ښه هېواد» پروژې غړي ځانونه نړيوال اتباع بولي

۱۳۹۷ آبان ۵, شنبه

د «ښه هېواد» په نوم پروژه د يوه مجازي دولت د جوړولو تصور لري او غواړي چې نړيوال فکر لرونکي وګړي سره يو ځای کړي. دغه شان کسان دې ته هڅول کيږي چې شبکې جوړې او همکاري سره پيل کړي.

https://p.dw.com/p/37GiU
San Francisco Rise for Climate Aktion Klimawandel Protest
انځور: Getty Images/AFP/A. Osborne

د ترمپ د انزوا پالنې او له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيې د وتلو يا برکزيت پر وخت د نړيوال فکر لرونکو کسانو له خوا د يوه مجازي دولت د جوړولو پروژه ډېره په زړه پورې ده. 
تر اوسه لا ۳۰۰۰ کسانو له ۱۱۹ هېوادونو څخه د «ښه هېواد» په نوم په دغه ديجيتالي پروژه کې نوم ليکنه کړې ده. دغه پروژه د سپتمبر مياشتې له نيمايي راهيسې پيل شوې ده چې هدف يې د داسې يوه مجازي دولت رامنځ ته کول دي چې نه خاوره، نه حکومت او نه پوځ لري.

په نړيوال سیاسي کلتور کې بدلون

خو هدف يې سره له دې هم په انترنېټي صفحه کې ډېر لوړ ټاکل شوی دی، يعنې «په ټوله نړۍ کې د حکومتولۍ په کلتور کې داسې يو بدلون چې له پر يوه رقابت ولاړ کلتور څخه تر ژورې همکارۍ پورې» دغسې يوه نوي فکر ته لاره هواره شي. 
ويل کيږي د دې له پاره چې د جهاني شوې نړۍ ننګونې له ټولنيزې نابرابرۍ تر مهاجرت او اقليمي بدلونه پورې قابو کړل شي، پکار ده چې بېلابېل ملتونه سره همکاري وکړي، د دې پر ځای چې سيالي او يا حتی جګړه وکړي.
ټاکل شوې ده چې د «ښه هېواد» پروژه به خپله هم يوه ښه بېلګه وي څو د بېلابېلو هېوادونو تر منځ همکاري پياوړې شي. همکاري د انزوا پر ځای او د نړيوالې ټولنې او د ځمکې ښېګڼه د لومړيتوب په توګه په ګوته شوي او د دغسې يوه نړۍ اوسېدونکي ځانونه نړيوال وګړي بولي.
له سياسي سلاکارۍ څخه د پروژې تر مشرۍ پورې

د بريتانوي سياسي سلاکار سايمن آنهولت، او امريکايي ټولنپوهې مادلين هانګ، له خوا رامنځ ته شوې د «ښه هېواد» پروژه د برکزيت او يا د متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، د سياست په پرتله يو متضاد او مخالف کمپاين برېښي، خو بنسټ ايښودونکی یې آنهولت، وايي چې دغه پروژه د تصادف له مخې په داسې يوه وخت کې شروع کيږي چې ملتپالنه پکې د زياتېدو په حال کې ده.
د پروژې اهداف ډېر لوړ ټاکل شوي دي چې موخې يې «د اوسني سياسي بهير په پرتله لا اوږدمهال هدفونه په ګوته شوي دي.» دغه خبره نوموړي ۵۷ کلن سلاکار کوي چې په تېرو شلو کلونو کې يې د څه باندې ۵۰ هېوادونو له دولتي او حکومتي مشرانو سره د سياسي سلاکار په توګه خپله هم ګډ کار کړی دی.

Simon Anholt
د پروژې يو موسس، سايمن آنهولتانځور: One Chocolate Communication