1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډبل اجنټ موضوع برلين حیران کړی دی

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ تیر ۱۴, شنبه

آلماني رسنيو داسي خبرونه خپاره کړل چي د آلمان بهرنی استخباراتي ادارې BND يو کارکونکی د امریکا لپاره د جاسوسۍ په تور نيول سوی دی.

https://p.dw.com/p/1CWLi
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د فډرالي شورا بُنډسټاګ يوه ځانګړې جرګه ګۍ د هغو تورونو پلټنې کوي، چي له مخي يې د امريکا د متحده ايالتونو د ملي امنيت ادارې NSA د آلماني اتباعو تليفوني او نور تماسونه جاسوسي کړي دي. په دې ترڅ کي د صدراعظمې انګلا مېرکل محرمو تليفوني خبرو ته غوږ نيول هم شامله دي.

خو اوس دغه لانجه لا ترينګلې سوې ده. دا د هغه وروسته چي آلمانۍ رسنيو داسي خبرونه خپاره کړل چي د آلمان بهرنی استخباراتي ادارې BND يو کارکونکی د امریکا لپاره د جاسوسۍ په تور نيول سوی دی.

«ډبل اجنټ»

په راپورونو کي راغلي چي نيول سوی کس ۳۱ کلن دی او ورباندي شک کيږي چي د تيرو دوو کلنو راهيسي يې د امريکا استخباراتي ادارې ته محرم معلومات ورکول او اوس تورن سوی چی د «ډبل اجنټ» یا «غبرگ اجنټ» په توگه کار کړی دی.

زياته سوې چي پر دغه کس شک دی چي د آلمان د فډرالي شورا بُنډسټاګ د هغې جرګه ګۍ په هکله يې هم امريکايي استخباراتي ادارې ته معلومات ورکړي چي د NSA د افتضاح پلټنې کوي.

امريکايي سفير وروبلل سو

د يادي پيښي وروسته د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په برلين کي د امريکا سفير جان بي اېمرسن هم ورغوښتی ؤ.

په برلين کي د دغي پيښي په تړاو جدي غبرګونونه رابرسېره سوي دي. تقريبا ټولو آلماني ګوندونو غوښتنه کړې ده چي که دغه موضوع د سپیناوی غوښټنه کړی ده.

په فډرالي شورا بُنډسټاګ کي د مسيحي سوسيال او مسیحی دیموکرات د اتحاد د گډي پارلماني ډلې د کورني سیاست وياند شټېفن ماير، ويلي دي: « که دا خبره رښتيا سي چي دBND يو همکار د کلونو راهيسي د امريکايي سفارت لپاره د غبرګې اجنټۍ دنده تر سره کوله، نو دا به د اټلانټیک د دواړو اړخونو تر منځ اعتبار ته د سخت زيان په معنی وي.» نوموړي بیلډ ام زونټاګ نومي ورځپاڼي ته ويلي « دغه موضوع بايد اوس په بشپړه توګه وپلټل سي.»

۲۱۸ اسناد غلا سوي دي

د آلمانۍ ورځپاڼي د راپور له مخي پر نيول سوي کس شک دی چي « د ۲۰۱۲ م څخه تر ۲۰۱۴م کال پوري يې د آلمانۍ استخباراتي ادارې BND ۲۱۸ اسناد غلا کړي او پر يو يو ايس بي کمپيوتري وسيله يې ثبت کړي ول.»

تر ټولو جدي تور دا بلل سوی چي نيول سوي کس دNSA د افتضاح د پلټونکي آلماني جرګه ګۍ په تړاو هم محرم اسناد نورو ته ورکړي دي. دغه پارلماني جرګه ګۍ د څو مياشتو راهيسي په آلمان کي د NSA د جاسوسي فعاليتونو په تړاو پلټني کوي. دغه موضوع تېر کال د برلين او واشنګټن تر منځ د اړيکو د ترينګلتيا سبب سوې وه.

د آلمان په پارلمان کي د سوسيال ډيموکراټ ګوند پارلمانی مشر، توماس اوپر من وویل: « که چیری د جاسوسی خبره رښتیا شی، نو دا په پارلمانی آزادی او زمونږ پر دیموکراتیکو تأسیساتو ښکاره تیری دی. په دی هکله هیڅ توجه نه شته. زه انتظار لرم چی لویه څارنوالی دغه مضووع ژر تر ژره تحقیق کړی.»

« پارلمان استخبارات کنټرولوي او نه سرچپه»

د آلمان د زرغون ګوند غړي او د اړونده جرګه ګۍ غړي کونستانتين فون نوڅ، په خپل غبرګون کي دغه موضوع يوه د «نه منلو وړ ناوړه» خبره بللې ده.: «که چیری دا خبره رښتیا وی، نو دا یو بربڼده افتضاح ده. د قانون بر بنسټ ولاړ دولت کی پارلمان استخبارات کنترولوي، نه دا چي استخبارات پارلمان کنترول کړي.»

په بُنډسټاګ کی د اپوزیسیون د کين اړخ ګوند څخه بېرنډ ريکسنګر، بيا د ټولې قضيې په تړاو د آلمان له صدرات څخه د مسؤلانه غبرګون او اقدام غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخي پر نيول سوي آلماني تور دی چي په اُتريش کي د امريکايي استخباراتي کسانو سره درې ځله ليدلي او د معلوماتو په بدل کي يې ورڅخه ۲۵۰۰۰ يورو تر لاسه کړي دي.

د امريکا متحده ایالاتو تر اوسه د دغې لانجې په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.