د چک لومړی وزير: موږ به يو مهاجر هم ونه منو
۱۳۹۷ شهریور ۲۵, یکشنبهد چک جمهوريت لومړي وزير اندري بابيش د شنبې په ورځ د «پراوو» ورځپاڼې سره په مرکه کې د مهاجرت موضوع په تړاو يو ځل بيا پر خپل دريځ کلک ودريد. هغه وويل چې د مهاجرو د منلو له پاره هيڅ ډول استثنا شتون نه لري، حتې په بشردوستانه ډول هم. بابيش د بيلګې په توګه وويل چې حتې د سوريې جګړې د یتيمانو منلو له پاره هم استثنا شتون نه لري.
بابيش وويل: «ولې بايد موږ هغوی ومنو؟ موږ دلته په خپل هيواد کې يتيمان لرو چې بايد د هغوې ژوندانه ته رسيدګي وکړو.»
خو له دې ټولو سره سره دغه چکي سياستوال وويل چې هيواد يې له سوريې سره خواخوږي لري او دوی د سوريې جګړه ځپلو او بحراني سيمو ته په مستقيمه توګه مالي او طبي مرستې استولي دي. بابيش زياته کړه چې د هيواد دريځ يې روښانه دی. هغه په دې اړه داسې وويل: «موږ به حتي يو پناه غوښتونکی هم ونه منو.»
بابيش تر څنګ د دې چې يو سياستوال دی، يو ميلياردر سوداګر هم دی. هغه په خپلې دغې مرکه کې د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو څخه وغوښتل څو هغه غيرقانوني مهاجر چې غواړي په کښتۍ کې اروپا ته راشي بيرته واستوي او په دې کار سره د غيرقانوني مهاجرتونو په اړه خپل «روښانه پيغام» واستوي.
د چک لومړي وزير د اروپايي اتحاديې له خوا د هنګري او پولنډ پر وړاندې د تحريمونو د تصميم په اړه وويل: «زه پر هنګري او پولنډ باندې د اروپايي اتحاديې د تحريمونو طرحه نه منم. څوک څه پوهيږي چې يوه ورځ به د چک جمهوريت هم د جعلي خبرونو له وجې له دغه شان ورته ګواښ سره مخ شي.»
د اروپا پارلمان د چهارشنبې په ورځ رای ورکړه چې پر هنګري باندې له دې امله چې د دموکراسۍ، بشر د حقونو، او د فساد اړوند نورمونه او قواعد په نظر کې نه نيسي، تحريمونه وضع کړي. د اروپايي اتحاديې دغه اقدام د پولنډ له سخت غبرګون سره مخ شو. پولنډ پخوانی کمونيستي او د مساحت له مخې د اروپايي اتحاديې تر ټولو ستر هيواد دی.
خبرگزاری آلمان / ع. ح/ م. ک. ص.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: