1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چهارشنبې تر ماښامه د نواز شريف د استعفا غوښتنه

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ مرداد ۲۹, چهارشنبه

د پاکستان د اپوزیسیون گوندونو تحریک انصاف او عوامي تحریک، په زرونو پلويان تیره شپه وتوانیدل چې د دغه هيواد د پارلمان ودانۍ مخي ته ځانونه ورسوي. عمران خان د چهارشنبې تر ماښامه د نواز شریف د استعفی غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1CxKF
انځور: picture alliance/ZUMA Press

د سه شبنې په ماښام د تحریک انصاف له خوا خپلو پلویانو ته د سړک پر سر خنډونو د ماتولو او په اصطلاح «رېډ زون» یا حساسي سیمي ته د ورننوتلو خبره وشوه او دغه خبره مذهبي لارښود طاهر القادري چې د عوامي تحریک گوند مشر دی هم خپلو پلویانو ته وکړه. په «رېډ زون» یا حساسه سیمه کې د پاکستان پارلمان ودانۍ، د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او نور مهم دولتي تأسیسات موقعیت لري.

عمران خان او طاهر القادري تیر کال په تر سره شوو پارلماني ټاکنو کې د درغلیو تورونه لگولي دي او اوسنی حکومت مشروع نه گڼي. هغوی غوښتنه کوي چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف دې له خپلي دندې استعفا وکړي.

تقریباً له تیري یوې اوونۍ راهیسې دواړو ډلو د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد په دوو بېلو بېلو ځایونو کې احتجاجونه پيل کړي دي او پر نواز شریف باندي يې د استعفا ورکولو فشار زيات کړی دی. د عمران گوند چې په پارلمان کې د اپوزیسیون دویم لوی سیاسي گوند دی استازو يې تر مخه لا د استعفا ورکولو اعلان کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د حکومت د مخالفانو له خوا د پارلمان د ودانۍ محاصره کول او حساسي سیمي ته تر ننوتلو وروسته، د پاکستان پوځ د مداخلې امکانات لا پسې ډیر شوي دي.

د سه شنبې په ماښام د پاکستان پوځ احتجاج کوونکو ته وویل چې د دولتي ادارو ودانیو ته نه ورننوځي. پوځ په عین حال کې پر ټولو سیاسي مشرانو باندي ږغ کړی دی چې د کړکېچ ختمولو له پاره دې خبري اتري وکړي. دا خبره هم د پام وړ ده چې حکومت د حساسو ودانیو د ساتني مسئولیت پوځ ته سپارلی دی.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان، په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې احتجاج کوونکو ته خبرداری ورکړی وو چې هغوی دې حساسې سیمي ته نه ورننوځي، گنې پر وړاندي به یې له زور څخه کار واخیستل شي. خو احتجاج کوونکو د پوځ د دغه خبرداري کومه پرواه و نه کړه او حساسې سیمي ته ورننوتل.

په دغه وخت کې امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو د ورتگ د مخنیوي هڅه هم و نه کړه. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخي که چیري په دومره ډیر شمیر کې لاریون کوونکو د مخنیوي هڅه شوې وای، نو ښایي چې وضعیت ډیر کړکیچن شوی وای.

له بله اړخه عمران خان، ویلي دي چي که چیري نواز شریف د چهار شنبې تر ماښامه استعفا ور نه کړي، نو دوی به د صدرات مقام پر لور ورشي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د اخ و ډب د انديښنې د رامنځ ته کیدو سره سره د سه شنبې په ورځ کومه نښته رامنځ ته نه شوه او نه هم د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ کوم اخ و ډب رامنځ ته شو.