1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څارونکو ټيمونو شمېر سلو ته ورسېد

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وویل چې د رایو د تفتیش په پنځمه ورځ، پنځوس ټیمونه د سهار او پنځوس ټیمونه تر غرمې وروسته د رایو صندوقونه تفتیشوي. په پام کې ده چې تر دې وروسته څارونکي او کمېسیون په دوو وختونو کې فعالیت وکړي.

https://p.dw.com/p/1Cg8C
انځور: DW/H. Sirat

په تیرو ورځو کې په دې اړه نیوکې شوي وې چې د رایو د تفتیش بهیر په گړندۍ توگه پر مخ نه ځي. څارونکي وایي په هغه صورت کې چې دغه بهیر په چټکۍ سره تر سره نه شي، ښایي د ټاکنو پایلې څو نوري اوونۍ هم وځنډیږي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د جولای۲۱مه) په کابل کې په یوه خبره غونډه کې وویل: «نن سهار اووه بجې په دوو گودامونو کې د تفتیش بهیر له سره پیل او ويلای شو چې د ټیمونو شمېر زیات شوی دی. مجموعاً په لومړي او دوهم شفت کې پنځوس، پنځوس ټیمونه مؤظف شوي دي، څو د رایو بهیر تفتش کړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې تر اوسه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د رایو ۹۴۷۶ صندوقونه، د نړیوال مرستندویه ځواک ایساف، په مرسته کابل ته ور انتقال شوي دي.

ښاغلي نور وویل، په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ له ولایتونو څخه د رایو۵۰ سلنه صندوقونه کابل ته انتقال شي: «د ټولو صندوقونو کابو پنځوس سلنه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته انتقال شوي دي. په پام کې ده چې نن د ختیځ زون د ولایتونو صندوقونه چې په هغو کې ننگرهار، کونړ، لغمان او نورستان شامل دي، د ټاکنو مرکزي دفتر ته راورسیږي.»

پراخ نظارت

د ټاکنو کمېسیون د چارواکو د څرگندونو له مخې، هره ورځ ۱۳۲۶ ملي او نړیوال څارونکي د رایو له سره د شمیرلو او تفتیش بهیر څاري. د کمېسیون په وینا د تفتیش بهیر په داسې شکل تر سره کیږي چې هیڅ شی د څارونکو له نظره پټ نه دی او ټول په دې ډاډه دي چې د تفتیش بهیر د کانديدانو له پلويتوب پرته پر مخ روان دی.

د ټاکنو کمېسیون وایي چې د افغانستان ولسمشرۍ ته د کانديدانو د څارونکو شمیر ۶۶۶ تنو ته رسیدلی دی چې په دوو وختونو کې د تفتیش بهیر څاري. کمېسیون زیاته کړې ده چې د نړیوالو څارونکو شمیر ۳۳۸ تنو ته رسیدلی دی.

پر دې سربیره په سونو کورني او بهرني ټاکنیز بنسټونه هم د رایو له سره د شمیرلو او تفتیش بهیر څاري. د نور محمد نور، په وینا ۳۲۲ تنه کورني ناظرین هم د رایو د تفتیش بهیر په څارولو کې ونډه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند په خبره د دواړو کانديدانو څارونکو په کافي اندازه روزنه لیدلې نه ده، نو له همدې کبله دغه بهیر پڅ روان دی.

هغه وویل چې په چټکه توگه د بهیر د نه تگ یو بل دلیل د رایو د تفتیش په بهیر کې د څارونکو په ټولو ټیمونو کې د نړیوالو څارونکو نه حضور دی: «تر هغه وخته چې د کاندیدانو استازي، نړیوال څارونکي او د ملگرو ملتونو استازي په هر ټیم کې حضور نه ولري، مشکله ده چې موږ نور ټیمونه جوړ کړو. اړینه ده چې د څارونکو شمیر زیات شي، څو موږ په سرعت سره عمل وکړو.»

له دې سره سره چې اوس د رایو تفتیش په دوو کاري وختونو او د سلو ټیمونو په حضور کې پر مخ ځي، خو اوس هم په دغه بهیر کې پڅوالی اصلي اندېښنه ده.