1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځينو مشهورو شخصيتونو تويتر حسابونه هک شوي

۱۳۹۹ تیر ۲۶, پنجشنبه

د امازون او مايکروسافت د شرکتونو د مشرانو او پخواني ولسمشر بارک اوباما په گډون د يو شمير مشهورو شخصيتونو د تويتر حسابونه هک شوي دي. ناپيژاندو دغه پر حسابونه د کرپتو کرنسي يا مجازي پېسو په تړاو تبليغي اعلانونه خپاره کړي.

https://p.dw.com/p/3fOTl
Twitter Logo
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

په اغیزمنو کسانو کې د امازون د شرکت مشر جیف بیزوس، د تیسلا مشرايلان مسک، د مايکروسافت شرکت بنسټ ايښوونکی بل گيتس، پخواني ولسمشر بارک اوباما، د امريکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جو بايدن، پانگونکی وارن بفټ او د اوبر او اپل شرکتونه شامل دي.

د دې مشهورو امريکايي سياستوالو او شرکتونو د مشرانو پر حسابونو له خلکو غوښتنه شوې چې د کرپتو کرنسي بانکي حسابونو ته بټکوينز وليږدوي.

له دې ډېرو پيغامونو څخه یې په يوه کې ژمنه کيږي چې که څوک د بټکوينز يوه حساب ته پېسې وليږي دوه برابره به لاسه کړي.

لومړی نه خو تر ټولو ستر بريد

د تويتر شرکت د يوې «امنيتي پېښې» څخه خبره کړې ده. دا چې هک شوي حسابونه عادي نه ول نو کارپوهان د دې پېښې پراختيا ته حيران دي. د « CrowdStrike » په نامه د سايبري امنتيت شرکت د بنسټ ايښوونکو څخه یې ديمتري الپیرووچ وويل: «دا تر اوسه د ټولنیزو رسنیو پر يوه ستر پلټ فارم تر ټولو ناوړه بريد دی.» نوموړي زیاته کړه چې د پېښې پراختيا ته په کتو سره داسې ښکاري چې دا ځل د مخکنيو پېښو برخلاف چې د تويتر له حسابونو سره تړل شوی يو اپليکشن پکې هک کیده، په مسقيم ډول د تويتر سيستمونه اغیزمن شوي دي.

تويتر په يوه ساعت کې د اغیزمنو مشهورو کسانو او ژورناليستانو او همدا راز د حکومتونو، مشهورو سیاستوالو او ولسمشرانو حسابونو د پېسو د دې جعلي غوښتنې د خپريدو د مخنيوي په موخه وتړل.

تويتر شرکت ويلي دي پر آسترچې د لنډو خبرو د ليږدولو د دې خدماتو کاروونکي به امکان لري له خپل تويتر حساب څخه پېغامونه تر هغه نه شي استولی څو چې په دې اړه پلټنې کیږي او دغه مشکل حل کيږي.

Kombibild - Jeff Bezos, Bill Gates & Warren Buffet
د امازون مشر بیزوس، د مايکروسافت مشر گيتس او مشهور پانگوال وارن بفت په اغیزمنو کې شامل دي

تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې د تويتر له خوا په رسميت د پيژندل شويو ټولو مشهورو کسانو حسابونه اغیزمن شوي او که څنگه. که چیرې د ټولو دغو کسانو حسابونه اغیزمن شوي وي، نو دا به پر دې پلټ فارم ډېري ناوړه اغیزې ولري.

تر دې دمخه هم يو شمیر کاروونکو نه شوای کولی په خپل تويتر حساب بيرته کنترول ترلاس کړي. د هغو معلوماتو په حواله چې لاس رسی ورته امکان لري، تر اوسه څو سوه کسان تيروتلي او تر ۱۰۰ زرو ډالرو زياتې پېسې ليږدول شوي دي. دا پېښه د تويتر د سايبري امنيت په اړه ډېرې پوښتنې راولاوي.

زموږ له آرشيف څخه: