1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د پکتیکا په ډيرو سيمو کي خلک د کرونا په اړه معلومات نه لري

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

په افغانستان د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې ډيریږي او پکتیکا هغه ولایت دی، چې تر اوسه د کرونا یوه مثبته پېښه پکې ثبت شوې ده.

https://p.dw.com/p/3aZX3
Afghanistan Kabul | Coronavirus | Ausgangsbeschränkungen
انځور: زمونږ له آرشیف څخهانځور: DW/A. Ghazanfar

که څه هم څو ورځې کیږي، چې د حکومت له لوري د پکتیکا مرکز ښرنې ښار د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه نیمه کرنطین شوی دی، خو لا هم د ښار په ځینو برخو کې ګڼه ګوڼه وي، خلک کرنطین نه عملي کوي او کرونا جدي نه نیسي.

آن ډېر خلک په دې باور دي، چې کرونا د کفارو له پاره ده او پر مسلمانانو اغېز نه کوي. د پکتیکا اوسیدونکی سلطان محمد دویچه ویله ته وویل:»زه په دې نظر یم، دا ناروغي د خدای له طرفه ده او څوګ چې په خدای باور لري، هغه نه نیسي. بلکل دا مرض د کفارو له پاره دی، موږ ټول خلک په دې باور یو، چې مسلمانان نه نیسي. که زه د کرونا ناروغ سره مخ شم، ستړی مه شي ورسره کوم، ناسته او خوراک څښاک ورسره کوم، هیڅ خبره نشته او کرونا به په ما هیڅ تاثير ونه کړي.«

يوه نیوکه پر سیمه ییزه اداره دا ده، چې د ښرنې ښار یې نیمه کرنطین کړی دي، داسې چې هره ورځ به د ښار یو صف خلاص وي. د دې ترڅنګ د پکتیکا رسمي او غیرې رسمي شل ولسوالۍ لري، خو په ولسوالیو کې د کرونا د مخنیوي له پاره د حکومت او روغتیایي بنسټونو له لارې د خلکو پوهاوی ډير لږ دی.

د خیرکوټ ولسوالۍ د بات خیلو کلي اوسیدونکي محمدالله  دویچه ویله ته د ټیلفون په لیکه وویل: »د کرونا مو یوازې نوم اوریدلی، خو نه پوهیږو، چې څه علایم لري او څنګه ناروغي ده. زموږ کلي ته د ایران او متحده اماراتو مسافر راغلي، کله چې ستړي مه شي ته ورشو، هغوی د کرونا خبرې کوي.«

محمدالله وایي، د دوی کلي ۳۰۰۰ کوره دی او تازه له ایران ۳۰ کسان مسافر راغلي او تر لسو پورې مسافر له متحده اماراتو څخه راغلي دي. 

د پکتیکا یو مدني فعال اکبر راحيل دویچه ویله ته وویل، مرکز ښرنه کې د حکومت له لوري د کرونا ناروغۍ مخنیوي له پاره د پام وړ اقدام نشته او ولسوالیو کې خلک د کرونا په اړه یا هیڅ معلومات نه لري که یې لري، هغه هم ډېر محدود خلک دي، چې په کرونا باور نه لري.

راحیل وایي: »دوې ورځې کیږي، د پکتیکا ولسوالیو بازارونه قرنطین شوي، یوازې د بازاز خلک د ناروغۍ په اړه پوهیږي. د ولسوالیو په هیڅ کلیو او عامه ځایونو کې د روغتیا ریاست او محلي ادارې له لوري پوهاوی نشته او آن خلک هیڅ نه پوهیږي، چې کرونا معنی څه.«

راحیل وایي، یو شمېر مدني فعالان په مرکز ښرنه، ولسوالیو، کلیو او بانډو باندي په رضاکاره ډول ګرځي، خلکو ته د کرونا ناروغۍ د مخنیوي له پاره سپارښتنې کوي، دست کشې او ماسکونه پرې ویشي.

په همدې حال کې د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکنی وایي، د سیمه ایزې ادارې ټول تمرکز د کرونا د مخنیوي له پاره عامه پوهاوی دی. نوموړی وایي، د مرکز ښرنې ښار نیمه قرنطین شوی دی او یوازې درملتونونه او د خوراکي توکو دوکانونه خلاص دي.

ښاغلی څمنکنی وایي: »موږ ښرنه ښار نیمه قرنطین کړی، په ټولو ولسوالیو کې روغتیایي کارکوونکي او یو شمېر دیني عالمان د کرونا د مخنیوي له پاره خلکو ته پوهاوي ورکوي. اوه سیار ټیمونه کار کوي، د پکتیا، غزني او خوست سره تړلو لارو کې سکیننګ ماشینونه او روغتیایي ټیمونه ځای پرځای شوې دي.«

د پکتیکا والي مجیب الرحمن د خلکو د دې خبرې په غبرګون، چې کرونا د کفارو ناروغي ده، وایي چې دا وبا ناروغي ده او هر څوګ نیسي.

نوموړی زیاتوي، تازه یې په پکتیکا کې د مدرسې ملا قرنطین کړی، چې د کرونا مشکوک دی او سمپل یې کابل ته استولی دی.

د پکتیکا والي زیاتوي، د اروګونه او یحی خېلو ولسوالیو ښارګوټي قرنطین کوي او د ناروغانو له پاره یې یو شل بستريز روغتون ځانګړی کړی او یو پنځوس بستريز روغتون به په بیړني ډول ورته جوړ کړي.

په پکتیکا یوه د کرونا مثبته پېښه شته او په کرونا اخته کس څو موده وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه راغلی و.

فریدالله ظاهر