1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو په کمپ کې د اور لگیدنې پیښه

۱۳۹۴ مهر ۱۴, سه‌شنبه

د آلمان د تیورینگن ایالت په زال فیلد سیمه کی د کډوالو په یوه کمپ کې د اور لگیدنې په پیښه کې یو کډوال وژل سوی دی. داسي ویل کیږي چې نوموړی کس له ایریتریا هیواد څخه دی. د دغې اورلگیدنې علت تر اوسه پوری نه دی معلوم.

https://p.dw.com/p/1GjBS
انځور: picture-alliance/dpa

د تیورینگن ایالت په زال فیلد کې په یوې ودانۍ کې د اور لگیدو وروسته، په یوه اپارتمان کی د یوه تن جسد موندل سوی دی. د پولیسو یوې ویاندې وویل چې ښایي دغه جسد له ایریتریا سره د تړاو درلودونکي یوه ۲۹ کلن کډوال وي. تر اوسه پوری دا معلومه نه ده چې دغه اورلگیدنه دي کوم قصدي عمل وي. دا چې نوموړي کډوال ولې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی په دې هکله هم تر اوسه پوری معلومات په لاس کی نه سته.

نور کډوال وژغورل سول

د ټولنیزو چارو یوه ماموره سهار وختې متوجه سوه چې له ودانۍ څخه لوگي پورته کیږي. د ودانۍ نورو اوسیدونکو وکولای سول چې پر سم وخت باندې ځانونه وژغوري. دا چې د اور لگیدنې پر وخت په نوموړې درې پوړیزه ودانۍ کی څومره کسان موجود ول، تر اوسه معلومه نه ده. د جنایي جرمونو سره د مبارزې محلی چارواکي په دې هکله په پلټنی بوخت دي. د چارواکو له خوا به د سه شنبې په ورځ په دې هکله نور معلومات هم ورکړل سي.

په جرمنی کې په تیرو اونیو کې په وار وار سره د کډوالو کمپونو ته د اور اچونې پیښې رامنځ ته سوي دي. د دغو کډوالو خوندي ساتنه تل چارواکي له لویو چلنجونو سره مخامخ کړي دي. د آلمان د جنایي جرمونو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې د روان کال له پیل راهیسې بیا د سپتمبر تر پایه پورې د کډوالو پر کمپونو او سرپناو باندې څه د پاسه ۴۳۰ بریدونه ثبت سوي دي چې دغه بریدونه د ټول تیرکال په پرتله تر دوه چنده هم زیات دي.