1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتني او مهاجرت ترمنځ د ښکاره توپير غوښتنه

۱۳۹۶ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د آلمان د بیا یووالي د ۲۷ کالیزي په مناسبت د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر د مهاجرو کړکیچ ته په کتو سره د پناه غوښتنې او مهاجرت تر منځ د ښکاره توپیر غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/2l9gb
Tag der Deutschen Einheit in Mainz Rede Steinmeier
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د اکتوبر دریمه نیټه هر کال د ختیځ او لویدیځ آلمان د یو ځای کیدو کالیزه ده. دغه ورځ په ټولو ښارونو کې لمانځل کيږي خو هر کال په یوه بل ایالت کې په دې هکله ځانګړي مرکزي مراسم نیول کیږي. سږ کال دغه ۲۷ مراسم د «راین لند فالز» ایالت په پلازمینه، ماینڅ کې جوړه شوي ول. په دغو مراسمو کې د آلمان د ولسشمر فرانک والتر شتاین مایر او صدراعظمي انگلا ميرکل په گډون د آلمان د سیاست او ټولنې د بیلابیلو پرگنو استازو گډون کړی وو.

شتاین مایر په دې مناسبت د خپلې وینا یوه زیاته برخه په اروپا او آلمان کې د مهاجرو کړکیچ ته ځیر کړه. هغه وویل په داسي حال کې چې۲۷ کاله مخکې د برلین دیوال په ړنگیدو سره آلمان خپل یووالی بیرته تر لاسه کړ، په دې وروستیو وختونو کې نوي دیوالونه جوړ شوی دي. شتاین مایر وویل: «هغه دیوالونه چې زموږ هیواد یې سره بیل کړي وو، هغه ورک شول. خو د سپمتبر پر۲۴ څرگنده شوه چې نور دیوالونه جوړ شول چې ډير لږ په سترگو ښکاري، پرته له اغزنو کټارو او پرته د مرگ له کرښو څخه! هغه دیوالونه چې زموږ د گډ ژوند پر وړاندي خنډ پیدا کوي.»

شتاین مایر له دغو خڼد اچونکو دیوالو څخه اشاره هغه یو بریالیتوب ته وه چې د «آلمان له پاره د بدیل گوند» یا AfD چې د مهاجرو ضد سیاست تعقیبوي، په وروستیو پارلماني ټاکنو کې په ناڅاپي توگه تر لاسه کړ: «د دغه دیوالونو تر شا د ژورې ناباورۍ له پاره لمسونونه کیږي، د دیموکراسۍ او د هغې د استازو پرضد». سر بیره پر دې شتاین مایر د هغو دیوالونو خبري وکړې چې د هغه د خپلې وینا له مخې «د بې وزلو او شتمنو، د ښار او اطرافو ترمنځ، اف لاین او آنلاین تر منځ جوړ شوي دي.»

د آلمان د یووالی په مناسبت د خپلې وینا په دوام کې شتاین مایر له ۲۰۱۵م کال راهيسي آلمان ته د مهاجرو د ستر بهیر په هکله وویل: «د مهاجرت او کډوالۍ په هکله بحثونو آلمان سره ښورولی دی، خو دا د یوې ښورولي شوې نړۍ نتیجه او انځور دی. د نړۍ ډيرو کړکېچنو ته په کتو سره، له خپلو ډيرو وطنوالو څخه مې دا جمله اوریدلې ده چې: زه نه پوهیږم چې دا څه ډول یوه نړۍ ده، زه دا جمله ښه درک کولای شم.»  د شتاینمایر د وینا له مخې د دې جملې معنی تر شا له وطن سره د میني احساس دی، هغه احساس چې «باید نیشنالستانو ته پرې نه ښودل شي» چې ناوړه گټه ترې واخلي. د المان ولسمشر وویل چې «وطن سړي ته د راتلونکي پر لور لارښونه کوي، نه د تیر وخت.»

شتاین مایر په خپلې دې وینا کې د مهاجرو له اړخه په المان کې د رامنځ ته شوو ستونزو او د مهاجرو د منلو محدودو امکاناتو ته په اشارې سره غوښتنه وکړه چې د سیاسي وجوهاتو او د بې وزلۍ له امله د مهاجرت تر منح باید توپیر وشي. هغه وویل: «د نړۍ روان واقعیت او زموږ د هیواد امکاناتو تر منځ یو اڼدول باید خوندي وساتل شي.» د آلمان ولسشمر وویل: «د انسانانو د بې وزلۍ پر وړاندي باید موږ بې تفاوته پاتې نه شوو.»

مهاجر باید آلماني ارزښتونه ومني

د آلمان ولسمشر په دې ټولنه کې د مهاجرو ادغام ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې له المانانو سره د مهاجرو گډ ژوند هغه وخت ممکن دی چې مهاجر د دې هیواد قوانین مراعات کړي او په هغو ارزښتونو او عقایدو باندي ځان پوه کړي چې د آلماني ټولنې بنسټ او اساس جوړوي. په دې جمله کې د دواړو نړیوالو جگړو او له هلوکاست څخه عبرت اخیستل هم شامل دي: «له هر ډول نیشنالیستي، نژاد پرستي او یهودیت سره دښمنۍ څخه مخ اړول او د اسرائیليانو امنیت ته ژمن پاتيدل» په دې عقایدو او ارزښتونو پوري اړه لري.

د آلمان د یووالي د ۲۷ کالیزي په مناسبت په دې غوڼده کې د المان صدراعظمۍ انگلا ميرکل هم  له ولسمشر شتاین مایر سره په دې مراسمو کې ګډون درلود. ميرکل په نړیواله سطح کې د آلمان مسئولیت ته په اشارې سره وویل: «د آلمان د یووالي په نتیجه کې  په ډيرو برخو کې بخت زموږ سره یاري وکړه، دا باید موږ ته قوت راکړي تر څو پر روانو ستونزو لاس برتوب پیدا کړو.»