1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پخواني ولسمشر غني مرکې ته غبرګونونه

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

له اې بي ان خپرندویې شبکې سره د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني مرکې يو لړ غبرګونونه راپارولي دي. دغه يو نيم ساعته مرکه د چهارشنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو کي خپره سوه. غبرګونونه چا ښوولي؟

https://p.dw.com/p/4FQ8j
USA I Washington I Afghanistans Präsident Ashraf Ghani und Präsident Joe Biden
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف مرکې د پخواني حکومت د ځينو چارواکو غبرګونونه راپارولي دي. خو بې له مارشال دوستم څخه د هغه وخت هغو بهرنيو او کورنيو چارواکو تر اوسه پوري غبرګون نه دی ښوولی چي په دغه مرکه کي يې په وار وار نومونه اخيستل سوي دي.

د غني يادي مرکې ته لومړی غبرګون مارشال عبدالرشيد دوستم ښوولی دی. هغه په يوه تويت کي ليکلي دي: «اوس دا موضوع ټولو ته روښانه سوه چي د طالبانو متحجره ډله د اشرف غني د خيانت او د هغه د نړيوالو شريکانو پر اساس قدرت ته ورسېدله. د افغانستان پوځ په مېړانه وجنګېد، خو اشرف غني د پوځ د ځوانانو وينو او هيواد ته خيانت وکړ. اوس د بخښني پرځای ځان د ملت برحاله ولسمشر ګڼي. طالب ستاسو د خيانت په نتیجه کي راغلی او د ملت په زور به بيرته وشړل سي.»

غني له کابله د خپلې ناڅاپي وتلو دفاع وکړه

په ورته وخت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوره کې د افغانستان د امنیت شورا پخواني مشاور ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په یوه ټویټ کې لیکلې چې «ما د ښاغلي غني مرکه تر پایه واورېده. کاش لږ درک او جرأت یې د حقیقت ویلو درلودای چې له منافقو، متعصبو او خاینو سیاستوالو سره یې په ګډه هیواد وران کړ.»

غني له يادي رسنۍ سره په مرکه کې د جمهوريت د ړنګېدو پړه تر ډېره د هغه وخت پر هغو بهرنيو او کورنيو چارواکو واچوله چې له طالبانو سره د سولي په خبرو بوخت ول يا له ده سره په حکومت کي شريک ول.

هغه د مرکې په یوه برخه کې وويل: «خليلزاد له خپلو ټولو طرحو او ژمنو سره د افغانستان سیاسي قشر ویشلی وو. زما سره د خليلزاد مشکل داوو چې زه افغان او مسلمان يم او ده له افغانيت او له خپل هويت څخه يې انکار کړی دی. هغه مفسد دی او له هغه بغير بې کفایته دی.» هغه زياته کړه: «په دې شکل چي مذاکرات مديريت سول، د سولي د تړونونو د رامنځته کولو له نظره دا يوه فاجعه وه.»

سيګار پر غني د پيسو د ايستلو تورونه څېړي

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د يادې رسنۍ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دی ځوانانو یوازې پریښود او لاسونه يې له فساد او وينو پاک دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر فایق بیا د غني د دغو څرګندونو په تړاو پر خپل ټویتر پاڼې لیکلي: «اشرف غني باید له ټول افغان ولس په ځانګړې توګه له ښځو، ځوانانو، امنیتي ځواکونو او د شهیدانو له کورنیو څخه بخښنه غوښتې وای، خو دا کار یې و نه کړ. هغه هڅه وکړه چې ځان ملامت نه کړي او پر خپلو هغو الفاظو یې ټینګار کاوه چې هیڅکله یې د خپلې واکمنۍ پر مهال عملي نه کړل.»

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني مرکې ته د غبرګونونو په لړ کې د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «کاش مې مرکه نه وای اورېدلې. ما فکر کاوه چې له خپل خلکو څخه به د هغه هر څه په تړاو بخښنه وغواړې چې د ده له وجې افغان ولس ورسره مخامخ سو، خو له بده مرغه د تل په شان یې غرور وکړ او ټوله ملامتي یې پر امریکایانو او د هیواد دننه پر چارواکو واچوله.»

سعیدي وایې که غني پوهیدی چې امریکا، خلیلزاد او عبدالله عبدالله خنډونه رامنځته کوې، ولې یې هغه وخت دا خبرې له مطبوعاتو سره شریکې نه کړې.

پخواني ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې دې ته هم اشاره وکړه چې د اساسي قانون پر اساس ولسمشر وم او ترڅو چي د افغانستان ولس په قانوني توګه بل چاته واک انتقال کړي زه به ولسمشر يم.

بايدن غني ته په وروستۍ تلیفوني اړيکه کې څه مشوره ورکړې وه؟

خو د غني پخواني لومړي مرستيال امرالله صالح د جمهوريت د سقوط په لومړيو ورځو کي لا ويلي ول چي غني نه بلکي دی اوس د هيواد سرپرست مشر دی. هغه په يوه تويت کي ليکلي ول: «د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د حکم پر اساس، د جمهور رئيس د غيابت، تېښتي يا مرګ په صورت کي د جمهور رئيس لومړی مرستيال د جمهوري رياست مقام سرپرست ګڼل کيږي. زه په هيواد کي يم او د قانون له مخي زه د دغه مقام مشروع سرپرست يم. د دغه ځای د ټينګښت له پاره د هيواد له ټولو رهبرانو سره په مشوره کي يم.»

د طالبانو پر وړاندې پوځي مخالفتونه څومره شدید دي؟

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai