1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستاني کاریګر په افغانستان کې د بریدونو قرباني ګرځي»

۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبه

د پاکستان پوځ د افغانستان وروستیو ناکراریو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې پاکستاني کاریګر وخت نا وخت د نورو افغانانو سره یوځای د ترهګریزو بریدونو ښکار ګرځي او دغو قربانيانو ته ترهګر ويل يې په نظر ناسم کار دی.

https://p.dw.com/p/33LfC
Pakistan Armee chef Qamar Javed Bajwa
انځور: picture-alliance/AA/ISPR

وروسته له هغې چې پر غزني ولایت د طالبانو ډله ایز څو ورځنی برید په شا وتمبول شو، ولسمشر اشرف غني د یوه جګپوړي پلاوي په ملتیا پرون دغه جګړه ځپلي ولایت ته سفر وکړ. ښاغلي غني د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له ملکي او پوځي چارواکو سره وکتل او د وروستیو ناکراریو په ترڅ کې د وژل شوو ملکيانو او پوځیانو له پاره یې د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر غني له ځايي اوسیدونکو سره د ملاقات په ترڅ کې پر غزني ولایت باندې د طالبانو د برید په هکله پر پاکستان باندې هم سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په ترڅ کې د پاکستان نوي لومړي وزیر ته په خطاب سره وویل چې د پلار او مور نه پښتون یې، د [غزني] پیښه وپلټه او ما ته بیرته ځواب راکړه. ولسمشر غني د خپلو خبرو په ترڅ کې د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وویل چې ولې د غزني د برید اورپکي د پاکستان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې نیول کیږي.

Mohammad Ashraf Ghani PK
انځور: Getty Images/N. Shirzada

غزني ولایت ته د ولسمشر غني تر سفر یوه ورځ وروسته، د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان پوځ بیا هم پر دغې موضوع ټینګار کوي چې د پاکستان له لوري د افغانستان په داخل کې د ترهرګریزو فعالیتونو په برخه کې هیڅ ملاتړ وجود نه لري. په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې له غزني ښار څخه د جنګیاليو د جسدونو او د ټپیانو شکمن راتګ حقیقت نه لري. د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې دا هم راغلي چې ګڼ شمیر پاکستانیان په افغانستان کې په مختلفو شرکتونو کې کار کوي، او وخت نا وخت په افغانستان کې «د نورو افغان وروڼو په شان» د ترهګریزو بریدونو ښکار ګرځي. اعلامیه وايي چې دغه راز قربانیانو ته ترهګر ویل، بدمرغي ده.

Afghanistan Taliban-Angriff in Ghazni
انځور: Reuters/M. Andaleb

د پاکستان پوځ په دې اعلامیه کې سربېره پر دې راغلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک یا «ټي. ټي. پي» ګڼ شمیر جنګیالي د افغانستان په داخل کې د افغانانو تر هویت لاندې پټ دي او د روغتیايي مرستو له پاره د دوی د ټپي کیدو او وژل کیدو په صورت کې دوی پاکستان ته انتقالیږي. اعلامیه وايي چې افغان مهاجرین او د دوی خپلوان هم په دې راز کارونو لاس پورې کوي.

په عین حال کې د غزني په برید کې طالبانو تر اوسه پورې په خپلو لیکو کې د پاکستانیانو او نورو هیوادونو د اتباعو د ګډون په هکله کومه تبصره نه ده کړې. د غزني برید په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې د طالبانو یوه پلاوي په دې وروستیو کې ازبکستان ته سفر کړی او تر دې مخکې یې په قطر کې له امریکايي چارواکو سره هم کتلي. سربیره پر دې، د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس پرون د غزني د برید په هکله وویل چې طالبان په دې ولایت کې خپلو هدفونو ته په رسیدو کې پاتې راغلي. متیس همدا راز زیاته کړې ده چې د افغانستان تر پارلماني ټاکنو مخکې ښايي طالبان پر ورته نورو بریدونو هم لاس پورې کړي.