د پاکستان پوځ: يوه چورلکه مو غورځيدلې دوه پيلوټان وژل شوي
۱۴۰۰ آذر ۱۵, دوشنبهد پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه چورلکه د سیاچن په یوه یخچال کې لاندې وغورځيده. د سیاچن طبیعي یخچال د نړۍ یو تر ټولو اوږد طبيعي يخچال دی چې د قراقرم غرونو په سلسله کې موقعیت لري.
اعلاميې په سملاسي توګه د پيښې په اړه ډير جزئيات نه دي ورکړي خو ويلي يې دي چې د پيښې ځای ته د ژغورنې چورلکې او پوځيان روان شوي دي. دوه وژل شوي پيلوټان د میجر عرفان بیرچا او میجر راجا زيشان جهانزيب په نومونو ياد شوي دي.
د سیاچن سیمه پر خپلو غمیزو پيښو باندې شهرت لري. دا یوه متروکه سیمه ده چې سختې سړې هوا او برفکوچونو يې د ډيرو عسکرو ژوند اخیستی دی. پاکستان په ۱۹۴۷ کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته، هند سره د کشمیر په سر له خپلو درو جنګونو څخه دوه يې په سیاچن کې کړي دي. له همدې کبله، دغې سیمې ته ځینې وخت د «نړۍ تر ټولو لوړ د جګړې میدان» هم ويل کیږي.
آ./م.ک.ص./ا.ا.